پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له لوري د اناردرې و لسوالۍ د ودانیو پر نړولو...

د طالبانو له لوري د اناردرې و لسوالۍ د ودانیو پر نړولو د خلکو غوسه

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۵) د وسله والو طالبانو له لوري د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ پر نړېدو ډېر شمېر افغانانو غوسه ښکاره کړې ده.

وسله والو طالبانو د اناردرې ولسوالي له نیولو وروسته په دې ولسوالي کې دولتي ودانیو ته بمونه او چاودېدونکي مواد کېښودل او ویجاړې کړې.

دې ډلې تر اختر یوه ورځ مخکې د میدان وردک د نرخ ولسوالي امنیه قومانداني او د ولسوال دفتر هم په بمونو الوزولي وو.

د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخوندزاده څو ځلې په خپلو پیغامونو کې ویلي چې ډله به یې نه یوازې دا چې عام المنفعه تاسیسات نه ورانوي بلکې ساتنه به یې هم کوي.

خو په وروستي یو کال کې طالبانو د پُلونو، پُلچکونو، سړکونو، ښوونځیو او په ځینو مواردو کې د کلینیکونو د ودانیو نړولو ته زور ورکړی دی.

په فیسبوک کې د اناردرې ولسوالۍ د ودانۍ د نړېدو د ویدیو له خپرېدو وروسته اکثرو خلکو دې ډلې ته بد رد لیکلي او د طالبانو اعمال یې د اسلام خلاف بللي دي.

طالبانو ترا وسه پورې  په دې اړه څه نه دي ویلي.

6 COMMENTS

  1. یوه ډله چې په پاکستان کې د پنجابي له لمنې لاندې وي او لواطت ورسره کوي، څه فکر کوی چې بیا به دطالب کار د انسانيت وي،افغانيت وي….؟

  2. TALIBS TERRORISTS LIKE ANIMALS THEY JUST WANT DESTROIEY ALL PUBLIC PROPERTY.
    MY DEAR AFGHANS BROTHERS&SISTERS UNDER ONE VOICE TOGETHER WE HAVE TO SUPPORT OUR NATIONAL AFGHAN DEFENDANT FORCE.
    WE DON,T HAVE OTHER CHOICE.
    THANK YOU

  3. پنجابسپیو! دولتي تاسیسات په اشخاصو پورې اړه نه لري ، تاسو چې د حمارت جوړولو لپاره خلک وژنئ ، سبا که قدرت ته ورسېږئ په کنډوالو به پاچاهي کوئ او که پنجابیان به خېمې درته دروي.
    دولتي تاسیسات د بیت المال برخه ده ، په هغو کې د افغانستان کونډې ، یتیمان ، ځوانان ، ښځې اوسپين ږیري ، خلاصه د وطن ټول 32 میلیونه وګړي برخه لري ، هېڅوک به ستاسو دا جنایتونه ونه بښي . د الله لعنت دې وي پرجاهلانو او د پنجاب پر مزدورانو .

  4. اوس به هم څوک له دې طالب ځناورو د انسانيت طمع لري. دوي له اسلامه څه خبر دي. الله پاک دې دا ظالمان نور ورک کړي.

  5. هغه ثابت چې هره ورځ له طالب نه فرشتې جوړوي چېرې دې چې ددې لعنتیانو اعمال توجې کړي. بې شرمه ثابته دا ستا د کوتې یاران دي. په قران که څناور هم داسې عمل ترسره کري چې ستا ملګري یې کوي. زما پوښتنه له ملا برادر، ملا عباس، ملا فاضل، وردک ملا، شاهین او دا نورو طالب دنډورچيانو نه دا دی چې ایا تاسې د مسلمان او افغان اولاد یاستی که نه؟ له دې خلکو او خاورې څه غواړی. او خپل د فرشتو اعمال ګوری که نه؟ زه خو په خدای حیران یم چې دا ځناور ځوک دي.

  6. وایي هغه غر، هغه یې کربوړی
    طالبان او د دوی اسلام مانا همدغه ورانول، الوځول، سوځول، وژل، وهل، ټکول او داسې نور. د دوی په اېډیالوژۍ او ډکشنرۍ کې د هېواد، هېواد پالنې، ملي ګټو، ملي خپلواکۍ، بیاجوړونه او نور مثبت ټکي نشته. د دوی شریعت همدا وژل او ورانول دي او بس. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب