پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Home+فوټبال: افغانستان او هند مساوي شول

فوټبال: افغانستان او هند مساوي شول

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۵) د افغانستان او هند د فوټبال دوهمه مسابقه هم مساوي شوه خو هند ګټه وکړه او افغانستان تاوان.

د اسیايي او نړیوالو جامونو لپاره دا سیالي یو پر یو مساوي شوه.

د مسابقې په لومړۍ نیمايي کې دواړو لوبډلو دفاعي لوبه وکړه خو په دوهمه نیمايي کې له دواړو لوبډلو تهاجمي لوبه ولیدل شوه چې نتیجه یې هر یوه د مقابل ټیم ته یو – یو ګول ورکړ.

ننني مساوي هند په اي ګروپ کې څلورم درېیم مقام ته ورساوه. خو افغانستان څلورم دی.

له هر ګروپ څخه څلور لوبډلې بل پړاو ته وتلی شي. راتلونکې لوبې به څرګنده کړي چې افغانستان ته څلورم مقام ورپاتې کېږي او که نه.

په اي ګروپ کې له افغانستان سر ه د هند ترڅنګ، بنګله دېش، قطر او عمان یوځای دي.

هند او افغانستان تراوسه پورې ۸ مسابقې کړي چې ۴ هند ګټلي او ۳ افغانستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب