یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهپومپیو: امریکا به کلونه- کلونه له افغانستانه د نامسولانه وتو تاوان پرې...

پومپیو: امریکا به کلونه- کلونه له افغانستانه د نامسولانه وتو تاوان پرې کوي

تاند: ( سې شنبه، د سرطان دیارلسمه)   د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو لړ ټویټونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر مدیریت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور له افغانستانه د وتلو د پروسې په اړه د دغه هیواد د حکومت تېروتنې تر پوښښ لاندې راولي.

هغه زیاتوي: “اوسنی حکومت هڅه کوي چې نور مجرم وښيي او پړه یې له ځانه لیرې کړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې ولې یې د ټرمپ د ادارې د شرایطو پر بنسټ دغه تګلاره پرېښوده.”

پومپیو زیاته کړه چې د بایډن ادارې دا هم نه ده روښانه کړې چې ولې یې د ملکي وګړو له ایستلو مخکې د بګرام هوايي اډه پرېښوده او ولې یې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر ۱۱مه له افغانستانه د وتلو وروستۍ نېټه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر دغه وضعیت یوه بشپړه ناکامي بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان د ناورین مدیریت پوتین دې ته هڅولی چې پر اوکراین برید وکړي.

هغه وویل چې یاده ناکامي ډېره درنه ده او دوی به یې د کلونو لپاره تاوان ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د بهیر په اړه د خپل محرم راپور یوه برخه خپره کړه، چې په کې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو په اړه د پخواني ولسمشر ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن پر پرېکړې سختې نیوکې شوې دي.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن، چې له افغانستانه د سرتېرو ویستو پریکړه یې عملي کړې، یاد شوی راپور رد کړی او ویلي، چې له افغانستانه د سرتېرو ویستل یې تېروتنه نه؛ لاسته راوړنه ده.

د هغه په وینا، طالبانو نه د القاعدې د ځپلو لپاره مرسته غوښتلای شي.

د بایډن دغو خبرو د طالبانو منتقدان پر هغه او طالبانو پارولي.

دوی وایي، چې بایډن په دې ډول د طالبانو د اجاره کولو پر پټې معاملې اعتراف وکړ، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي.

1 COMMENT

  1. درنو هیوادوالو خدای تعالی موږ ته په خپل سپیڅلي کتاب کې فرمایلی چې کافران دروغجن دي نو موږ ته نده پکار زیات بحث ورباندې وکړو په تیر نظام کې به همدې پمپیو چې لومړی د امریکا د استخباراتو رئیس بیا د بهرنیو چارو وزیر شو تل به یي ویل چې موږ له افغانستان څخه نه ووځو اود افغانانو ترڅنګ به دریږو ، کله چې په امریکا کې ۱۱ سپتمبر باندی کې امریکا باندې برید وشو نو دوي ددې پرځای چې پر سعودي برید وکړي چې آسامه بن لادن پلرنی ټاټوبی وو او یا په سوډان برید وکړی چې په دې اوسیدنه کړي وو او فابریکي یی وی اویا یي په پاکستان برید کړي وو چې آسامه بن لادن لومړی هلته بیا افغانستان ته ( چې د ربانی، سیاف او مولوی محمد نبی سره نږدی اړیکې د پاکستان په وساطت ټینګي کړی وی) راغي نو سمدلاسه یي د آسامه بن لادن برید پلمه او په افغان ولس یي برید وکړی، ډیره د شرم خبره خو دوي ته داده چې د جنګ د اصولو خلاف دوي (امریکا، ناټو، برتانیه) باید داسې هیواد سره زور آزمایښت کړي وای چې سیال یی واي نه دداسې هیواد سره چې خپل ولس ته له داخلي تولیداتو غله او دانه نشي برابرولی، برید وکړ
    مګر اوس پمپیو وایی چې امریکا، ناټو او برتانیی د وتلو تاریخ ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۱ چې د یرغل ۲۰ کاله پوره کیږي نیټه اعلان کړي وو
    اوس خبره داده چې برتانیی پوځ خو خپله د یرغل پرمهال شوی جنګي جرایمو اعتراف وکړ نو افغانانو ته پکار ده چې نړیوالی محکمي وغواړي چې له ټولو هغو هیوادونو سره حساب او کتاب وکړی او افغان ولس ته د ۴۵، ۳۵ او ۲۰ کالو جنګي غرامت ورکړي او له افغان ولس څخه بښنه وغواړی او له ټولو اقتصاد پوهانو هیله کیږي چې پدې ۴۵ کلن تاریخ کې بیا د انګریزانو له برید رانیولی تر نن تاریخ پوری چې افغانانو څومره اقتصادی ناورینونه لیدلی څیړنه وکړی او ټولو تاوان له ملګری ملتونو، امریکا، برتانیه، فرانسه، جرمنی، روسیه، اوهمدارنګه له پاکستان، ایران، سعودی عربستان اوتاجکستان څخه وغواړی او یاد هیوادونه بیرته د افغانستان آبادی او سوکالی کې د زړه په اخلاص برخه واخلي.
    اود پاکستان د پوځ او استخبارات چې دافغانانو په وژلو کې او کابل ښار د کنډوالي جوړلو څخه نیولی بیا د ټول افغانستان د ورانولو بیه وغواړی او د دوي چارواکو پدې قتل د شریک ښودلو په خاطر باید نړیوال امنیت شورا کې ورباندی ځانګړی بحث وشي او چین هم باید پدې جګړی د یوڅه شریکیدو له وجهي هم باید تاوان پریکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب