ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
دغه هېواد د هر افغان کور دى، هر افغان يې دحرمت او عزت د ساتنې دنده او په ښېرازي کې د برخې اخيستلو حق لري. موږ د ماضي روښانه دوره د وياړ لپاره ياد ساتو، ځوروونکي اړخونه يې د تاريخ حافظې ته سپارو او په راتلونکي کې يې د تياره برخې د تکرار په مخنیوي کې خپلې هڅې نه سپموو. دَ قانوني نظام د رامنځته کولو فرصتونه رامنځته شوي وو خو متاسفانه څه برخه يې د چاپلوسانو د ذهانت او د حاکمانو د غفلت له امله ضائع کړاى شول. د واک لپاره ډېرې جنګ سالاران د ملت په ستوني کې کينول شول او ډيرې سرې کرښې شاته پريښودل شوې، نو اوس له زورواکانو او جنګسالارانو سره له يو ځاى کيدو څخه انکار ګټه نلري.
کله چې ارګ مشران په قرآن کريم او اساسي قانون باندې لاسونه کيږدي چې د وینې تر وروستي څاڅکي پورې به له نظام او اساسي قانون څخه دفاع کوي، خو دا ټولې ژمنې او لوړې دروغ ثابتې شي؛ عسکر دا ژمنه پوره کړي، خو مشران له هېواد څخه د خپل ځان ايستل غوره وګڼي، د ارګ نازولي او د امنيتې سکتور مشران لسګونه میلیونونو ډالر له هوايي او
ځمکنیو لارو بهر ته واستوي، د کابل د دفاعي او عملیاتي بودیجې تر نامه لاندې او په نورو پلمو په سلګونه ملیونونه ډالر چور شي، د ملي شتمنيو د غلو د ژوند ژغورلو لپاره د زرګونو سرتیرو وینې توی شي او له ولسونو سره ناروا لوبه وشي، ناهيلي خو به حتماً رامنځته کيږي، باورونه به خامخا له منځه ځي، غبرګون ښودل کیږي، احساسات را پاريږي او بيا د فرصت ترلاسه کول اسانه کار نه ښکاريږي.
د ماضي تورو داغونو او ځوروونکو اړخونو ته په کتو فکر نه کوم پخواني ارګ ميشتي بيا واک ته د رسيدو چانس ولري. البته که هغوى غواړي د خپلو ګناهونو وزن کم يا هم د خپلو سهوو د جبران کولو هڅه وکړي، تر ټولو ښه کار دا دی چې خپلې غلطيانې بيځايه کړنې او نيمګړتياوې د قلم له نوکې لاندي راوړي تر څو راتلونکي واکمنان ورڅخه ګټه واخلي او په فساد کې ښکېل افراد په يوه عادلانه محکمه کې وړاندي کيدو ته په تمه واوسي.
که په اوسنيو ستونځو ته راوګرزو نو وينو چې؛ که په منبر باندې ناست او په محراب کې ولاړ هغه انسان چې ځان واجب الاحترام ګڼي، په اجرائیه مقام د نورو خلکو حق تلفي او ظلم پيل کړي او کله چې د ټولنې د نفسياتي رنځونو معالج په خپله خپل ولس ته له واک سره د مينې د ويروسونو ليږدوونکى شي، نو دَ روحانيت مقام حتماً خپله پخوانۍ سپيڅلتيا بايلي
او د رسول الله د وراثت دعوه کوونکو ټولنيز حيثيت ته زيانونه اوړي. په ديني عالمانو باندي ولسي باور له منځه ځي، ناوړه غبرګونونه رامنځته کيږي، په ټولنه کې نفرتونه ځاي نيسي، ټولنيز پاڅون چاودون او اوښتون ته لاره هواريږي.
خوښ يم چې امنيت که څه هم يوازې فزيکي دى خو د پخوا په پرتله سرتاسري او د پياوړي حکومتولي نښه ده. دَ هر ډول فساد کچه ښکته ده، دَ حکومت په جوړښت کې درزونه او د واک جزيرې نه ښکاريږي. زورواکان په ذره بين کې هم نه ليدل کېږي البته ستونځه داده چې له امنيت څخه ورهاخوا په هېواد کې روان بد اقتصادي وضعیت، ترينګلي سياسي صورت حال، له ولس او نړيوالې ټولنې سره د تقابل صورت حال او مطلقاً د ډنډې په زور واک چلول هم په جدي ډول انديښنې ايجادوي. له دغه شان صورت حال څخه د وتلو لپاره جدي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده او د اصلاحاتو رامنځته کولو لپاره داسې امکانات شتون لري چې په تيرو پنځو لسيزو کې يې شتون نه درلوده او شايد په راتلونکي کې يې هم ونلرو.
د سياسي مشرتابه په چوکۍ باندي له ناست ملا څخه د داسې روحاني شخصيت تمه درلودل لکه چې په منبر او محراب کې به راته مخاطب وو او بالعکس په اجراییه چوکۍ باندي د ناست ملا لخوا له ولس څخه لکه په منبر ملا ته د ناستو او په محراب کى ولاړ ملا پسې د ولاړو خلکو په شان د چوپ پاتې کيدو او هيڅ ډول انتقاد نه کولو توقع کول نه
ممکن او نه هم مشروع ده. متأسفانه ځينې سياسي ډلې او تعصباتو ته هوا ورکوونکې رسنئ اوسنى حکومت قومي تعصباتو ته په لمن وهلو تورنوي، خو واقعيت دادى چې اوسني چارواکي د دين له ادرس څخه واک چلوي او قومي تعصب باندي باور نه لرى. د خپل ځان واجب الاحترام ګڼلو له امله طبقاتي او جنسيتي تبعیض له امله تعصباتو او خورا بدو غبرګونو ته لاره هواروي. اوس د چارواکو د ځينو کړنو له امله په ټولنه کې د ملا سپيڅلي مقام ته اوس غبرګون ښودل کیږي.
په بشپړ باور سره ويلاى شم چې د چاروکو لخوا کارول شوي لاندې اصطلاحاتو باندي اوس نه د ولس په وړاندې د باور نه کوي، نه هم له عيني واقعیتونو سره اړخ لګوي، بلکې د ديني عالمانو ټولنيز حيثيت ته يې زيان واړاوه.
بښنه عمومي ده، کار اهل کار ته سپارل شوى دى. دَ انجونو په زده کړو باندي بنديز عارضي دى، ولس باید د اسلامي نظام په رامنځته کېدو خوشحاله واوسي. د خلکو ژوند تر پخوا ښه شوى دى، د حکومت تګلاره اقتصاد محوره او منځلاري ده زموږ حکومت ټول ګډونه او پراخ بنسټه دى. نړيوال باید له حکومت سره د مثبت تعامل لاره غوره کړي، اوسني نظام مشروعیت لري او نړيواله ټولنه دې ژوند ته د خطر ترعنوان لاندې زموږ کادرونه له هيواد څخه نه باسي.
ټول ګډونه او پراخ بنسټه حکومت اصطلاح له مودو راهیسې
کارول کېږي. ستونځه د تعبيرونو ده چې په حکومت کې له امتيازاتو څخه برخمن افراد او ډلې يې يو ډول او له امتیازاتو څخه محروم افراد او ډلې بل ډول تعريفوي. له تېرو څو لسیزو راهیسې دلته هر چا د خاورې هېواد د ساتلو، ديموکراسي، ازادي او خپلواکي تر عنوان لاندې، د اسلامي نظام عمري عدالت په نوم د واک لپاره له ولس او هېواد سره لوبه وکړه. نتيجه داسې شوه چې ولسي باور له منځه لاړ او ملت ناهيلى شو.
که اوسني وضعیت ارزونه وکړو نو پوهيږو چې که په هره تله کې يې وتلو که هر ډول معيار ورته بنسټ وګرزوو او که په په هر فورمول کې يې واچوو، خو دَ اوسنيو چارواکو دا خبره چې حکومت يې ټول ګډونه دى يقيناً د حيرت او تعجب باعث ګرزي. اى کاش په منبر ناست او په محراب کې ولاړ پريښته صفته انسان مو په اجرائیوي لوړو پوستونو باندي لکه د اوس په شان ناست نه واى ليدلي. زموږ عقيده يې زيانمنه کړه او ټول باور يې راته ګډوډ کړ.
د حکومتونو د سکوټې ناکامي لپاره دا بسنه کوي چې د اقتصادي، ټولنيزو، امنیتي او سياسي ستونځو له امله يې ځوان نسل او علمي کادرونه له خپل هېواد څخه د وتلو لپاره قانوني او غيرقانوني لارې کاروي، په خپل هیواد کې د پاتې کيدو په پرتله په پرديو هېوادونو کې د غربت او ناهيلي توب بوږنوونکې ژوند ته لومړيتوب ورکوي، د دوو کالونو له تېريدو
وروسته هم په معيارونو ولاړ نظام او اساسي قانون ونلري او هيڅ هېواد يې په رسمیت نه پېژني، خو حاکمان په لوکس کورونو کې اوسيږي زرهي موټرو کې ګرزي لوړ معاشونه اخلي، ځان اشرف المخلوقات ګڼي او د خپل ملت د ناوړه وضعیت په تړاو د مسئولیت احساس ورسره نه وي.
ډېر څه شته چې د مصلحتونو او نورو لاملونو له امله يې نه ليکم او غواړم له وخت او شرائطو سره تعامل وکړم خو دَ انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز د ولس په ستوني کې پښه ايښودل او په هيڅ ډول راته د منلو وړ نه دي. که يوازې له ښځو څخه د زده کړو ثابت شوى حق سلبول د خپلو او د حکامو د مسئولیتونو او مکلفیتونو په ترازو کې وڅيړو، نو دغه مظلوم او محکوم قشر ته به د ټولو حقونو د ورکولو په خبره کې هيڅ وزن او ارزښت پيدا نکړاى شو او يوازې همدغه حق تلفي به د اوسني حکومت د عدالت دعوه په جديت سره له پوښتنو لاندې راولي.
سره د دی چه ستاسی یو سه لوستی یاست خو د افغانی ټولنی په نزاکتونو یا سر نه خلاصوی یا یو سه خپل محرومیت احساسات هم پکی ګدوی، لا لا ! پدی هر سوک پوهیژی چه حکومت سنګه وی، تشکیل یی سنګه وی د کار اهل یی سنګه وی او نور.
وروره! د ټولو نه اول د ملک ملی ثبات مهم دی،وایم ثبات مهم دی، دلته تقریبا پنځوس کاله ډيره شدیده بنظمی وه دا د پنځو لسیزو ستر مشکلات د یو دوه پنځو کالو کار ندی دا وخت نیسی، نسلونه نسلونه قربانی غواړی.
دلته ازادی تر پښو لاندی وه، ملی ثبات نوو ………حتی د موجوده جفرافیه په خطر که وه .
ستاسی پشان خواهش پرست او هواپرست یاران چه سه غواړی دا په نژدی راتلونکی که ممکن ندی، حالات یی نه اجابوی، دلته تر ټول لومریتوب ثبات دی چه ددی لپاره بنیادی کار پکار دی او کار پری روان دی چه پدی سلسله که لومړی ګام د لسیزو لسیزو معتاد باطل پال، شریر او فسادګرحلقات، قوماندانان او یا محلی فرعونانو ځپل او د بیخه ایستل وو چه دغه مرحله یا فیز تقریبا نیمه لسیزه وخت غواړی حتی د دوی د اولادونو، نسلونو او همفکره کاذب غرور باید جبرن او قهرن مات شی، دوی باید داسی و ځپل شی چه بلاخره د دوی هر سه باید د خاورو سره خاوری شی، بیا نو وروسته د ستاسی په شعر او شاعری په تعمیل کار شروع شی.
په قسم سره درته وایم چه که همدا اوس دا قدرت ستاسی ( اهل کار) ته په نقریی پتنوس که تسلیم شی باور وکړه که دوه کاله یی هم سرته ورسوی، ستاسی همصنفیان او همفکرانو دا سل کاله امتحان ورکړ، هفه مو ظاهر بابا وو چه په عیاشیو که مشهور وو او رعیت یی ولا که په نس موړ وو کنه د خپلو مشرانو نه تپوس وکړه همداسی داود خان چه خپل فامیل یی د قدرت په نیشه که تباه کړ، همداسی ببرک، ترکی، نجیب، ربانی کرزی اشرف غنی، وایم د حکومتداری د تیر شل کاله د ستاسی د همصنفیانو او همفکرانو یو ښه تاریخی سمپل وو چه والله هیځ الفاظ نشته چه بیان یی کړی.
سلام
دحبیب هوتک په پروګرام کې مې دضمیر مرکه واوریدله، ورپسی مې دیوه بل پېژندل شوی وژونکی لافې اوپټاکې واورېدلې. دپارلمان وکیله هم دلته په ضربا اوضربوا مصروفه اوناسته وه. حبیب هوتک په دې خوښ دی چې دی یوساعته دلهو لعب تلویزیونی پروګرام هغه هم بې محتوا، اوبې مفهومه چټیات ناکام ازمایل شی کاسې او کپړی.
که پوښتنه ورڅخه وشی دحبیب لپاره به داډیره سخته وی چې دتلویزیون په اهمیت ، رسالت، مسئولیت او نشراتو په محتوا پوه شی نو دلته دځینو سیاستوالو ،تحلیل ګرو، اپورتونیستو، سازش ګرو ، دروغجنو ، پزه توره کړو دومره په ستیجونوکې اخ اوډب دی چې سړی ورته حیران پاتې شی.سترالقاب دی او هر یو د میکانیزم کلیمه وایی او بار بار یی هم تکراری به لیکه کې تیریږی علی احمد جلالی هم هره ورځ همدا سه تار غږوی.
ټول ګډونه بې ګډونه ،بې مضمونه بې شموله او باشموله او نا شموله داهم دمرحوم اول میر سندره شوې هرڅوک یې وایی . دهرچا له خولې مختلف غږونه احساساتی راوخی حتی مودی هندو او ملګرو ملتو چې دملت به زعامت اوبرخلیک کې په عینی او ذهنی شرایطو برابر نه راخی دلته ده باورونه کاواکه او ملا شاهی دانحصار ترشا ملت یوازې پریږدی.ملا شاهان ملامت نه دی دغه جنون دواک او اقتدار دی چې علنا : تعلیم او زده کړې، عدالت او مساوات، اخوت اوښایسته سالاری، وبینهم…… نفی کوی. ملایانو سره سم کسان شته خو اوبه له سره خړې دی . کور دې ودان ، اوس هم سروخت دی.
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
زه درسره کاملاً موافق يم چې موږ ملي اجندا د ملي ګټو فهرست او تعریف له ټول ګډونه څخه مشخص تعریف او د عدالت عملي بيلګه لاهم خپل ولس ته نه ده وړاندې کړي. ټول شعرونه وايو او معنا يې هم له موږ سره جدا جدا ده. دا خو لاڅه چې موږ له شريعت څخه هم جدا جدا تعبيرونه د خپل مزاج سره سم را باسو.