د اوم اکتوبر رزم د تجربه کار سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (PKMAP) مشر محمود خان اڅکزي لخوا لیکل شوی کتاب دی. دا ۱۴۹ مخونه کتاب په اصل کې په پښتو ژبه لیکل شوی او ما د هغې د اردو ژباړې دریمه ګڼه لوستې ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د کوټې د ګوشه ادب له خوا د پښتونخوا ادبي څانګې چاپ شوې وه.
پختونخوا ملي عوامي ګوند د بشري حقوقو او ډیموکراسۍ د ساتنې لپاره د امريت پر وړاندې اوږد تاریخ لري. د دې پارټۍ بنسټګر خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی له هغو مخکښانو څخه و چې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ بيرغ يې اوچت ساتلی وو. دا کتاب په کوټه کې د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر د ۷مې د قتل عام په اړه خبرې کوي چې پکې پولیسو د MRD او پختونخوا نېشنل عوامي ګوند ننۍ ( پختونخوا ملي عوامي ګوند) پر پرامن مظاهره کوونکو ډزې وکړې چا چې په هېواد کې د ډیموکراسۍ د بحالۍ لپاره د جنرال ضیاءالحق د امريت پر ضد مظاهره کوله.
ھغې بدمرغه پیښې د پختونخوا نېشنل عوامي ګوند ډیری سیاسي کارکنان لکه کاکا محمود، داود، رمضان، اولسیار شهيدان کړل او ورسره يې شپږ کارکنان وژوبل. دا کتاب د ناول په بڼه لیکل شوی خو د دې کتاب ډیری کرکټرونه حقیقي دي. محمود خان اڅکزی د ھغې تورې ورځې په حقله واي کله چې خلک په یوه جومات کې راټول شوي وو نو پولیسو هلته ډزې او د ګازو ګولۍ پیل کړې. د پولیسو د دې وحشت نه وروسته خلک راټول شول او د ښار په شاوخوا کې یې مظاهرې وکړې دغو لاريون کوونکو ژوندی دي وي اسلام ، ژوندی دي وي جمهوريت ، پښتونستان زنده باد او امريت نه منو ډول نعرې وھل. په دغو لاريونونو کې ګڼ شمېر سياستوال لکه محمود خان اڅکزي، ډاکټر کليم الله کاکړ، عبدالقهار خان ودان او داسې نور هم ورغلي وو.
محمود خان اڅکزی د هغه وحشي ورځې او شهیدانو په اړه ژور حقائق وړاندې کوي چې څنګه او چیرته او په سنګه بربريت سره د پارټۍ کارکنان شهیدان کړل شول. محمود خان اڅکزی په دغه کتاب کې هغه پروپاګند ردوي چې ګواکې دغه کسان د پیسو لپاره راغونډ کړل شوي وو او دا چي یوه ګاونډي هېواد ورته پیسې ورکړي دي.
په دې کتاب کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د مبارزې، د هغه زنداني کېدل، په کول مېز کانفرسو کې د ھغه ګډون، د برتانيې امپرياليزم خلاف د خان شهيد مبارزه، د هغه سياسي سفر، د هغه د ګوندونو لکه انجمن وطن او ورور پښتون، جوړښت، د ھغه اخبار اخبار استقلال ، او د هغه و ګاندھي ته ليکل شوو ليکونو، د پښتنو او بشري حقونو لپاره د هغه مبارزه، او په NAP کې د هغه رول په هکله بشپړه معلومات پکي راغونډ کړل شوي دي.
محمود خان اڅکزي د هغو سیاسي کارکنانو په اړه چې په زندانونو کې اچول شوي وو د هغوی سره څنګه ناوړه چلند شوی په اړه په ډاګه خبرې کړي دي. هغه وايي چې عبدالقهار ودان هغه ته د زندان څخه خط لېږلى و او هلته يې د جېل د انتظاميې له ظلمونو خبر کړى و. د عبدالقهار ودان په وينا، د جيل چارواکو له دوى څخه د محمود خان اڅکزي په اړه معلومات کول، څو چي هغه ونيسي. دغه ټول سیاسي کارکوونکي له ۱۶ میاشتو بند وروسته خوشي شول.
د سېاسي مشرانو له خوا د کتابونو لیکل او له مطالعې سره د هغوی مینه په سیاست کې په ځانګړې توګه د پښتنو په رهبرۍ کې کمه ده. کله چې دوی په خپل اوج کې وي.دوی په ندرت سره لیکي کله چې دوی له سیاست څخه ريټائر شي بيا دوی خپله سوانح عمري وليکي . محمود خان اڅکزی د ستاینې وړ دی حا چې دغه کتاب د سیاسي ژوند په اوج کې وليکل. خو د بده مرغه د لیکلو د ښه استعداد پرته محمود خان اڅکزي لیکلو ته شا کړې ده.
په دې کتاب کې د محمود خان اڅکزي، د هغه د کارکونکو او په هیواد کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره د هغه د ګوند د مبارزې او ژمنې په اړه په زړه پورې معلومات شتون لري. دا ژور حقائق وړاندې کوي چې څنګه سیاسي کارکونکي، زده کونکي او کليوال خلګو په هیواد کې د امريت په وړاندې ودریدل. دا کتاب په رواني، د موضوع په هکله او د کرکټرونو په اړه د ستايني وړ دی. که څه هم محمود خان اڅکزی عملي لیکوال نه دی، خو دا کتاب بیا هم له لسو څخه د اتو نمبرو مستحق دی.
نصیب الله اڅکزی