سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد هند ۱۰ ټنه غنم د چابهار له لارې افغانستان ته راورسېدل

د هند ۱۰ ټنه غنم د چابهار له لارې افغانستان ته راورسېدل

تاند: ( سې شنبه، د سرطان دیارلسمه)  د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې له افغانستان سره د هند د بشري مرستو په دوام، له دغه هېواد څخه لس زره ټنه نور مرسته شوې غنم هرات ته راورسېدل.

د هند له خوا د مرسته شویو غنمو نوې جوپه په داسې حال کې افغانستان ته رسېدلې چې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د پرله پسې وچکالۍ او ملخانو د حملې له امله په افغانستان کې د غنمو حاصلات ۳۵ سلنه کم شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هند حکومت اعلان وکړ چې افغانستان ته به د خوراکي توکو د نه خوندیتوب لپاره پنځوس زره ټنه غنم ورکړي.

د هند حکومت، له پاکستان سره په خبرو اترو کې، غوښتنه وکړه چې د پاکستان سره د ځمکنۍ پولې له لارې افغانستان ته د غنمو د لیږد اجازه ورکړي.

خو د پاکستان له خوا د غنمو په لېږلو کې د خنډونو او په دې موده کې د لنډ مهاله مودې له امله له افغانستان سره د مرسته شویو ۵۰ زره ټنو غنمو له ډلې ۱۰ زره ټنه ونه لېږدول شول او د هند حکومت اعلان وکړ چې پاتې ۱۰ زره ټنه به  د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب