پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: له انزوا د افغانستان د واکمن رژیم د ویستو هڅې...

ملګري ملتونه: له انزوا د افغانستان د واکمن رژیم د ویستو هڅې کوو

تاند: ( سې شنبه، د سرطان دیارلسمه)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال “مارکوس پوتزل” د افغانستان له واکمن رژیم سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: “موږ باید د ځمکې پر مخ له واقعیتونو سره مخامخ شو، طالبان نږدې ټول هېواد کنټرولوي، او دا د دوی لپاره یو فرصت دی چې په افغانستان کې ثبات او سوله ترلاسه کړي.»

نوموړی زیاتوي دا یو مسؤلیت هم دی ځکه چې دوی باید خلکو ته خدمات وړاندې کړي. دوی باید ښه حکومتولي او د قانون حاکمیت چمتو کړي.

هغه زیاتوي، چې طالبان په دغو برخو کې نیمګړتیاوې لري.

د دغه نړیوال استازي په وینا، د طالبانو اصلي چارواکي ور سره خبرو ته لېواله دي، ځکه دوی یې د پیسو جوړونکي ګڼي.

نوموړي وویل:موږ په ټول هیواد کې 11 ساحوي دفترونه لرو. موږ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې سترګې او غوږونه یو.

پوتزل په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په اړه د طالبانو د محدودیتونو په اړه د ملګرو ملتونو له وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي: افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي. په دې اړه هیڅ بحث نشته، دا د معاملې وړ نه دی او دا بندیزونه باید لرې شي.

هغه زیاته کړه: زه ډاډه یم چې د طالبانو په ګډون د افغانستان اکثره خلک د دغو حکمونو خلاف دي. دوی د نجونو د تعلیم پلوي دي. په ډیرو غونډو کې چې ما د طالبانو له چارواکو سره کړي دي، هیڅ یوه هم د دې پلوي نه ده کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي.

د یوناما مرستیال دې ته په اشارې سره چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه باید ژر تر ژره لغوه شي، خبرداری ورکړ: که داسې ونه شي، پر طالبانو به یې د نړیوالو پر اړیکو بد سیوری غوړولی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب