پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهتورخم: پاکستان ته د قاچاق کیدونکو امریکایي وسلو د مخنیوي خبر ورکړل...

تورخم: پاکستان ته د قاچاق کیدونکو امریکایي وسلو د مخنیوي خبر ورکړل شوی

تاند: ( سې شنبه، د سرطان دیارلسمه)    د تورخم ګمرک لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې پاکستان ته یې  د m۱۶ امریکایي وسلو د پرزو د قاچاق مخه نیولې ده.

د تورخم ګمرک لپاره د طالبانو د رژيم آمر انجينر مسلم خاکسار وویل، چې د دوی کارمندانو له لوري  په یو  افغاني باربرۍ لوی موټر، کې ۱۲۸د m شپاړس بیلا بیل ډوله وړې پرزې نیول شوي دي.

 خاکسار دا هم وویل، چې یادې پرزې يو ټیلر ډوله عراده، چې لاندې (۶۴۷۶۵kbl) نمبر لرونکی ده په کې نیولي دي.

 نوموړي دا هم وویل، یادې پرزې يې په ډیر  مهارت سره په موټر کې ځای په ځای کړې وې، چې د دوی د تشریح برخې د کارمندانو له لوري کشف او نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یاد موټر سره یو تن د دغو پرزو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

 طالب مقام د نیول شوي کس هویت نه دی ښودلی.

د طالبانو مخالفان دوی تورنوي، چې پاکستان ته له امریکا څخه پاتې وسلې او تجهیزات قاچاقوي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او د وسلو او تجهیزاتو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي.

2 COMMENTS

  1. د پکتیا مسلي یا ډم د حقاني زوى لا ډیر پخوا ٣٠٠٠ میله مختلفي امریکایې وسلې خپل ناجایز پلار پنجاب ته نظرانه کړي وي. پلار یې ټانکونه کباډ کړل زامن یې دلالي کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب