جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد شانګهای نننۍ غونډه؛ افغانستان د بحث له سرټکو دی

د شانګهای نننۍ غونډه؛ افغانستان د بحث له سرټکو دی

تاند: ( سې شنبه، د سرطان دیارلسمه)   هندوستان نن د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ۲۳مې غونډې کوربه دی.

   له منځنۍ اسیا سره اړیکې او د افغانستان وضعیت د نوي ډیلي د دغې غونډې له لومړیتوبونو څخه او د بحث له عمده موضوعاتو څخه اعلان شوي دي.

هندي رسنیو تایید کړې ده، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د جولای په څلورمه نن د شانګهای د ۲۳مې سرمشریزې کوربه وي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان ټولو غړو هېوادونو لکه چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ته په دې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

تمه کیږي، چې په دې غونډه کې به ایران ته د شانګهای سازمان د رسمي غړیتوب اعلان هم وشي.

د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه دوی ته د تروریستي خطرونو د پېښیدو او نیشه یي توکیو د قاچاق اندیښنې بیا- بیا مطرح کوي، خو طالب رژیم یې اندیښنې نه تاییدوي او د همکارۍ ډاډ ورکوي.

طالبانو بیا- بیا دا غوښتنه هم کړې ده، چې د افغانستان په اړه بحث لرونکو غونډو کې دې د دوی استازي وبلل شي، خو د دوی  د رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله ډېر ځله سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو دا غوښتنه نه ده منلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب