(۱۸۶۸– ۱۹۳۲)
احمد بيګ شوقي، چې د مصر د شاعرانو سر مير بلل كيږي د نيل د شاعر په نوم هم مشهور دى. د احمد شوقي په شعرونو كې لويدېځوال انداز تر سترګو كيږي، چې وايي پر ده د فرانسوي ادب د پراخې مطالعې اثر دى. شوقي رياليسټ دى او غم ښادي دواړه په خپل انداز څرګندوي.
شوقي په ۱۸۶۸ م ز كال د مصر په قاهره كې وزيږېد. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يي هم په همدې قاهره كې وكړي له څلور كلنۍ څخه يي د شيخ صالح په مدرسه كې ديني زده كړې هم پيل كړې او بيا يي نورو ډېرو مدرسو ته هم سر ورښكاره كړ. د مصر له پوهنځي نه يي سند تر لاسه كړ او د لوړو زده كړو لپاره په ۱۸۸۷ م ز كال د خدیو توقیق بن اسماعیل په لګښت له هېواده بهر فرانسې ته لاړ.
په پاريس كې يي حقوق وويل او د دريم كال په جريان كې ناروغ شو. بريتانيا او الجزائر ته يي سفرونه وكړل او په پاريس كې يي د استوګنې پر مهال په دقت سره د فرانسې ادب مطالعه كړ. لوېدځ كلتور او فرهنګ يي له نژدې وليدل او په خپلو نظمونو كې يي د هغو څرګند تصوير وړاندې كړ.
د مصر د هغه وخت حكومت په ۱۸۹۶ م ز كال په جينوا كې د مستشرقينو كنفرانس ته د استازي په توګه واستاوه. له هغه ځايه له را ستنيدو وروسته د مصر د خديو لپاره د انګليسۍ د ژپاړن په دنده وګومارل شو، خو كله، چې انګريزانو خديو ګوښه كړ، نو دى هم په كور كښېناست.
په ۱۹۱۵ كال بريتانوي سلطنت له خپل هېواده هسپانيې ته تبعيد كړ او د تبعيد په همدې څلور كلنۍ دوره كې يي زړه د خپل وطن له پريمانه ميني ډك شو.
تر ۱۹۱۹ پورې، چې په مصر كې سياسي حالات ښه شوو، نو شوقي هم بېرته خپل هېواد ته ستون شو. له ۱۹۱۹ م ز نه بيا تر ۱۹۳۲م ز كله پورې شوقي د مصرله مخكښو شاعرانو څخه يو بلل كيدۀ. د ادب مينانو به شوقي او د مصر يو بل وتلى شاعر حافظ ابراهيم د يوه كتار شاعران بلل.
د ۱۹۲۷ م ز كال په يوه ستره غونډه كې، چې د ټولې عربي نړۍ شاعرانو او ليكوالو پكې ګډون كړى و په يوه خوله احمد شوقي ته د( امير الشعرا) لقب وركړاى شو او ادبي خدمتونه يي و ستايل شوو.
له ۱۸۹۱ م ز څخه تر ۱۹۱۵م ز كال پورې دور د شوقي د شاعري لومړى پړاو بلل كيږي، چې په نوي انداز، تركيبونو، تشبيهاتو، استعاراتو او تركيبونو يي د وديزه عربي شاعرۍ وكړه. په دې دور كې هم ادبيوهانو او كره كتونكو د شوقي په شاعرۍ كې په روانه پسته ژبه د بشري رواني پيچلتياوو څرګند اظهار د ده ځانګړتيا بلله.
په دويم دور كې شوقي له خپل هېواده لرې و. د يوازيتوب او محروميت احساس يي ډېر شديد و. په دې دور كې يي په خپل ټاټوبي د مينتوب، ملي زوال، بشري درد او غم سندرې وليكلې. له همدې ځايه يي شاعري يوازې د خپل ذات له څرګندولو ور هاخوا په يوه ټوليز بشري غږ بدله شوه. شوقي د خپل زمان بدلونونه هم ليدل او په خورا ګړنديتوب سره بدليدونكي ټولنيز حالات يي هم محسوسول.
د خپلې شاعرۍ په دريم پړاو كې احمد شوقي د وطن له مينې ډك زړه له ځان سره راوړ. د خپل وطن او ولس په وياړ يي بې شمېره نظمونه وويل او پخپلو شعرونو كې يي د ملي خير ښيګړې پيغام هر لور ته ورساوه.
احمد شوقي له خپل هېواد وال سيال شاعر حافظ ابراهيم سره يو څو مياشتې تر منځ په يوه كال ۱۹۳۲ م ز له نړۍ سترګې پټې كړي. روح دې ښاد وي.