Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ټاپي ۸۴ کیلومتره نلیکه غځول شوې

په افغانستان کې د ټاپي ۸۴ کیلومتره نلیکه غځول شوې

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) چارواکو ویلي چې د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند (ټاپي) ګازو نل‌لیکې د افغانستان برخې د جوړولو چارې په ثابت ډول روانې دي او تر اوسه شاوخوا ۸۴ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې ده.

د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي، ویلي چې دا ستره سیمه‌ییزه پروژه په دې ولایت کې نژدې ۶۰ سلنه بشپړه شوې او هڅې روانې دي چې پاتې کارونه د روان کال تر پایه پای ته ورسېږي. د هغه په وینا، د نل‌لیکې په اوږدو کې شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره ځمکني کارونه بشپړ شوي او ۱۰۸ کیلومتره برخه د نل‌لیکې د نصب لپاره بشپړه چمتو شوې ده.

سعیدي زیاته کړه چې تخنیکي او انجنیرۍ ډلې او مسلکي کارکوونکي په فعاله توګه په پروژه کې بوخت دي. په افغانستان کې د نللیکه د ترکمنستان پولې ته نژدې د هرات ولایت له رباط سنګي ولسوالۍ څخه پیل شوی او اوس د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ ځینو سیمو ته رسېدلې ده.

چارواکي وايي چې د پروژې په ساحه کې کافي وسایل، ماشینري او لوژستیکي امکانات برابر شوي او دا مهال د کار پر وړاندې کومه جدي ستونزه نه شته.

ټاپي په سیمه کې د انرژۍ او اقتصادي نوښتونو یوه مهمه پروژه ده چې هدف یې د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا او د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکاري پراخول دي.

د ټاپي پروژې کار ۹ کاله پخوا د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د هغه وخت د مشرانو په ګډون په هرات کې پیل شوی و، خو د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او په افغانستان کې د ناامنۍ له امله یې چندان پرمختګ ونه کړ.

د ټاپي د ګازو نللیکه د یوې سیمه‌ییزې پروژې په توګه ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د کال ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز لېږدولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...