تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان شارژدافیر، نصیر احمد فایق، د امنیت شورا لهخوا د یوه کال په مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د غځېدو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او سیاسي خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکړي.
فایق د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا تر پرېکړې وروسته وویل، افغانستان لا هم د سیاسي، بشري، اقتصادي او د بشري حقونو له څو اړخیز بحران سره مخامخ دی او په داسې شرایطو کې د ملګرو ملتونو حضور «نهبدلېدونکی» اهمیت لري. هغه زیاته کړه چې یوناما د سولې او ثبات د پیاوړتیا، د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څارنې او د افغانستان د خلکو ستونزو ته د نړیوالې پاملرنې په جلبولو کې مهم رول لري.
نوموړي د ښځو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، د افغانستان راتلونکی اغېزمنوي. فایق همداراز د ټولشموله سیاسي بهیر، د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې افغانان لا هم ملګرو ملتونو ته د باور وړ شریک او د هیلې د سرچینې په سترګه ګوري.