Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو کال لپاره...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځاوه

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ په یوه خوله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) دنده د یوه بل کال لپاره وغځوله او د دې ادارې اوسني صلاحیتونه او لومړیتوبونه یې پر خپل حال وساتل.

د تصویب شوې پرېکړه‌لیک له مخې، د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې نېټې پورې دوام وکړي. که څه هم د شورا ځینو غړو د ماموریت د دندو او لومړیتوبونو د محدودولو په اړه بحثونه کړي وو، خو وروستی پرېکړه‌لیک له اساسي بدلونونو پرته تصویب شو.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي، فو کونګ، چې د افغانستان د دوسیې مسوول هم دی، د دې پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې نوی پرېکړه‌لیک د یوناما اصلي دندې، لکه د نړیوالو مرستو همغږي، سیاسي منځګړیتوب او د بشري حقونو ملاتړ، ساتي او پیاوړې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې پرېکړه‌لیک د ترهګرۍ ضد مبارزې پر اهمیت هم ټینګار کوي او هیله څرګندوي چې افغانستان به له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په دې برخه کې همکاري پیاوړې کړي، ټولې ترهګرې ډلې له منځه یوسي او ګډ امنیت ته ژمنتیا وښيي.

یوناما چې مرکز یې په کابل کې دی، د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ، د بشري حقونو څارنه، د بشري مرستو همغږي او د افغان چارواکو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...