Homeخبرونهروسیې د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی وکړ

روسیې د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی وکړ

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازې مرستیالې، انا ایفستیګنیوا Anna Evstigneevah، د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د ماموریت موده یې د یوه بل کال لپاره وغځوله، وویل چې روسیې د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی او د افغانستان د دوسیې د مسوول هېواد په توګه یې د چین هڅې ستایلي دي.

هغې وویل چې تصویب شوی پرېکړه‌لیک یو ګډ سند دی چې له ترهګرۍ او مخدره موادو څخه د پاک، سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړولو لپاره د افغانانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کوي.

ایفستیګنیوا زیاته کړه چې د یوناما د فعالیتونو اوسنی جوړښت له بدلون پرته پر خپل حال پاتې شوی او دا اداره به خپلو فعالیتونو ته په بشپړه توګه دوام ورکړي.

هغې د پرېکړه‌لیک هغه برخې هم وستایلې چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي او ویې ویل چې دا ګامونه کولی شي د هېواد د ځان‌بسیاینې بنسټونه پیاوړي کړي.

نوموړې وویل چې روسیې د اجماع د رامنځته کېدو لپاره د امریکا هغه وړاندیز هم منلی چې له مخې یې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوناما د فعالیتونو د ستراتیژیکې ارزونې د چمتو کولو دنده سپارل کېږي.

د هغې په وینا، دغه ارزونه باید د افغانستان د وضعیت پر واقعي او بې‌طرفه تحلیل ولاړه وي، د افغان چارواکو په همغږۍ ترسره شي او د افغانانو اړتیاوې، په ځانګړي ډول د ظرفیت لوړونې، بشري مرستو او ټولنیز ـ اقتصادي پرمختګ په برخو کې، په پام کې ونیسي.

هغې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې د هېواد پرېښودل په غیرمسوولانه ډول ترسره شول. نوموړې ټینګار وکړ چې د یوناما د ارزونې د بهیر کارول، څو دا اداره د لوېدیځو هېوادونو د ګټو لپاره د څارنې په یوه جوړښت بدله شي، د منلو وړ نه دي او دا کار به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټول حضور له خطر سره مخامخ کړي.

د روسیې استازې زیاته کړه چې د یوه کال په مخه د یوناما د ماموریت غځېدا نه یوازې د دې ادارې د ملاتړ نښه ده، بلکې افغانانو ته یو روښانه پیغام هم دی چې نړیواله ټولنه لا هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا ته ژمنه ده.

هغې همداراز د یوناما او د افغانستان د اوسنیو واکمنو چارواکو ترمنځ د دوامدار تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روسیې په باور، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ترلاسه کول د یوه واقعي او عملي چلند له خپلولو پرته ناشوني دي؛ داسې چلند چې په نړیوالې ټولنې کې د افغانستان له بیا یوځای کېدو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یو کال لپاره وغځاوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...