تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ، ویلي چې هغه کس یې نیولی چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې په خپل موټر څو نجونې په قصدي ډول وهلې وې چې له کبله یې لږ تر لږه درې تنه ټپیانې شوې دي.
د نوموړي په وینا، مشکوک کس له خپل موټر سره یوځای نیول شوی او دا مهال پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه روانې دي.
هغه زیاته کړه چې د پېښې حقوقي او قضايي بهیر روان دی.
د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره یکشنبه شوې وه. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله چې یو سپین رنګ «لېنډکروزر» موټر، چې نمبر پلېټ یې نه درلود، هڅه وکړه چې څو ښځې تر ټایرونو لاندې کړي خو هغوی ولوېدې او سختې ژوبلې شوې. په دې پېښه کې یو باسکل چلوونکی لاروی هم ووهل شو.
پولیسو د مشکوک کس عکس خپور کړی خو څېره یې پټه شوې ده، ځکه چې لا د محکمې له لوري محکوم شوی نه دی.
پولیسو تراوسه پورې د دغه کس د هویت او د پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.
سره له دې چې افغان ښځې لا هم په زدهکړو، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي یو شمېر افراطيان فکر کوي چې ښځې باید ګرد سره له کوره ونه وځي. ځینې باور کوي چې دا کار ممکن داسي کوم افراطي کړی وي.