تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، کابل به سبا د سېشنبې په ورځ د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربهتوب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او په لوړه کچه د ناستې کوربه وي.
یاد وزارت ویلي، چې په دغه ناسته کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو استازي ګډون ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسنیز دفتر زیاته کړې چې، په دغه غونډه کې به ګډونوال د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم و ارزول شي.
طالبانو له یادې ناستې د متقابل باور د پیاوړتیا تمه ښودلې ده.
دوی ټينګار کړی، چې دا ناسته به د سیمې په کچه به د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو لپاره نوي فرصتونه پرانیزي.