تاند (دوشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۵مه) د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر په رسمي ډول اعلان وکړ چې، تر۱۶ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان به د ټولنیزو رسنیو له ټولو لویو پلیټ فارمونو څخه منع شي.
سټارمر ټینګار وکړ چې هغه دا پرېکړه عادي نه ده نیولې او زیاته کړې ده چې، حکومتداري تل د انتخاب په اړه ده او په خبره یې دا ورته روښانه ده چې بشپړ بندیز سم انتخاب دی.
نوموړي د دوو ماشومانو د پلار په توګه، د کورنیو ترمنځ د ګډو اندېښنو په اړه هم خبرې وکړې، او زیاته یې کړه چې، ایا باور لرو چې ټولنیز رسنۍ زموږ د ماشومانو لپاره خوشحاله او خوندي چاپیریال رامنځته کوي؟
د برتانیا لومړي وزیر خبرداری ورکړ چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو لپاره یو ناامنه چاپیریال دی، چې ځورونې اسانه کوي، د دوی رواني روغتیا ګواښي او دوی خطرناک او روږدي منځپانګې ته رسوي.
د برتانیا لومړي وزیر وویل چې پلټفارمونه ماشومان د کور کار کولو، مطالعې، ملګرو سره لیدو او کافي خوب کولو څخه منع کوي او د دوی صحي پرمختګ ګډوډوي.
سټارمر خپل ماشومتوب د ۱۹۷۰ لسیزې له لومړیو سره پرتله کړ او ویې ویل چې د نن ورځې نسل د ټیکنالوژۍ سره مخ دی چې “د دوی د ژوند هرې برخې ته یې نفوذ کړی.”
هغه زیاته کړه چې د قانون پلي کول به ستونزمن وي او لوی شرکتونه به مقاومت وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې حکومت به د ماشومانو د خوندیتوب او هوساینې په اړه جوړجاړی ونکړي.
په بندیز کې به د لوبو پلیټفارمونه هم شامل وي، کوم چې باید د ماشومانو د نا اشنا خلکو سره د خبرو اترو مخه ونیسي.
په راپورونو کې سټارمر ویلي چې، دا اقدام به ماشومان خوشحاله کړي، دوی ته به ډېر وخت، امنیت او د ودې فرصت ورکړي.
د یادونې وړ ده چې، تېر کال په دسمبر کې اسټرالیا حکومت هم ورته اقدام اخیستی وو.