تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه) ښايي، کله مو ذهن ته دا پوښتنه درغلې وي چې ولې د تلوېزیون د ریموټ کنټرول بڼه له کلونو راهیسې نه بدلېږي او یا ولې دومره ډېرې تڼۍ لري؟
که تاسو د شاوخوا شلو کلونو پخوانيو تلوېزیونونو ریموټ کنټرول له ننني عادي ریموټ سره پرتله کړئ، له څو کوچنیو بدلونونو پرته به د هغو ترمنځ کوم لوی توپیر ونه وینئ. په حقیقت کې، په دې اوږده موده کې د ریموټ کنټرولونو په اساسي ډیزاین کې هېڅ ستر انقلابي بدلون نه دی راغلی.
تر دې هم جالبه دا ده چې په ډېری ریموټونو کې تر ۵۰ ډېرې تڼۍ (بټنونه) وي، خو اکثره یې ډېری خلک هېڅکله نه کاروي. نو پوښتنه دا ده چې شرکتونه ولې دا دومره ډېر او ظاهراً غیر ضروري تڼۍ په ریموټ کې ځای پر ځای کوي؟
د پېرېدونکو رواني تمې
کله چې یو څوک نوی ټلوېزیون یا بله برېښنايي وسیله اخلي، معمولاً غواړي داسې محصول واخلي چې ډېر امکانات ولري او ارزښتناک ښکاره شي.
شرکتونه پوهېږي چې که یو ډېر ساده ریموټ یوازې له څو اړینو تڼیو سره وړاندې کړي، نو پېرېدونکو ته به ارزانه او کمارزښته ښکاره شي. له همدې امله په ریموټونو کې رنګارنګ تڼۍ او ګڼ نور انتخابونه ورزیاتېږي، څو پېرېدونکی احساس وکړي چې د خپلو پیسو په بدل کې یې پرمختللی او بډای محصول ترلاسه کړی دی.
پایله دا وي چې ریموټ د الوتکې د کنټرول خونې (کاکپېټ) په څېر ښکاري، حال دا چې ډېری کاروونکي یوازې د چالانولو او بندولو، غږ لوړولو او ټیټولو، او د چینلونو بدلولو تڼۍ کاروي.
د تولیدي لګښتونو کمول
د دومره ډېرو تڼیو تر شا بله مهمه سوداګریزه وجه د تولیدي لګښتونو کم ساتل دي.
که یو شرکت وغواړي یوازې له ۵ یا ۱۰ اړینو تڼیو سره نوی ریموټ جوړ کړي، نو باید د هغه لپاره نوی پلاستیکي قالب ډیزاین کړي، نوی سرکټ بورډ جوړ کړي او بیا یې د فعالیت لپاره جلا او لګښتي ازموینې ترسره کړي.
د دې اضافي لګښتونو او تخنیکي ستونزو د مخنیوي لپاره شرکتونه عموماً هماغه پخوانی نړیوال ډیزاین کاروي چې د بېلابېلو تلوېزیوني ماډلونو لپاره مناسب وي.
د تیارې خونې او «عضلاتي حافظې» اغېز
د ریموټ د دودیز ډیزاین تر شا یوه علمي او رواني وجه هم شته. ډېری خلک د ټلوېزیون د لیدلو پر مهال د خونې څراغونه مړه کوي، نو ریموټ د لیدلو پر ځای د لمس له لارې کاروي.
د کلونو په اوږدو کې د تڼیو د ثابت ترتیب له امله د خلکو لاسونه د تڼیو ځایونه په ناخوداګاه ډول زده کوي؛ دې ته «عضلاتي حافظه» یا Muscle Memory ویل کېږي. له همدې کبله خلک کولای شي په تیاره کې هم د ریموټ له کتلو پرته سمه تڼۍ پیدا کړي.
که شرکتونه ناڅاپه د تڼیو شمېر یا ترتیب بدل کړي، نو د کاروونکو لپاره به په تیاره کې د ریموټ کارول ستونزمن او ځورونکي شي. له همدې امله د ریموټ کنټرولونو دودیز ډیزاین لا هم تر ډېره هماغسې پاتې دی.