Homeخبرونهکرکټ: افغان ملي او الف لوبډلې نن د هند له ملي او...

کرکټ: افغان ملي او الف لوبډلې نن د هند له ملي او الف لوبډلو سره سیالي کوي

تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي او الف لوبډلې نن چهارشنبه د سیالۍ په ډګر کې سره مخامخ دي.

لومړۍ لوبه د هند، افغانستان او سرېلانکا ترمنځ د درې اړخیزه سریز یوه برخه ده.

دغه لوبه د افغانستان د الف او هند الف لوبډلو ترمنځ د سهار په ۹ بجو پيلږي. تر دې وړاندې بیا افغان الف لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هند الف لوبډلې ته په ۴ منډو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او هند دکرکټ ملي لوبډلو ترمنځ بیا د غرمې په ۱۲ نیمو بچو دوهمه یو ورځنۍ لوبه پيلېږي.

دا د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د هند د کرکټ له ملي لوبډلې ماتې وخوړه. په یاده لوبه کې د افغانستان پيلېز توپوهونکي رحمان الله ګربز د هند خلاف سلیزه جوړه کړې وه.

افغان کرکټ مینه وال تمه لري چې، ملي او الف لوبډلې به په نننیو لوبو کې مقابلې لوبډلې ماتې کړي او بری به د افغانستان په برخه کړي.

خو کرکټ پوهان بیا مقابلو لوبډلو ته په کتو د سختو لوبو اټکل کوي.

دوی وایي، هندي لوبډلې کمزوري سیالان نه دي او باید افغان لوبډله په یوه پياوړي پلان د هند خلاف میدان ته ښکته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...