تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان پلازمېني تاشکند ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي ظاهر میرزایف سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو د اقتصادي او سوداګریزه همکاریو د پراختیا او افغانستان ته د ازبک پانګوالو د پانګوني راجلبولو په اړه خبرې اترې کړي دي.
میرزایف په دې لیدنه کې ویلي چې، د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال په راتلونکې جولای میاشت کې به د دغه هیواد د سوداګرو یوه ۱۰۰ کسیزه پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د نوموړي په خبره دغه پلاوی به په دې موخه سفر وکړي څو د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ګډو پانګونو له پاره زمینه برابره کړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو یاده لیدنه کي د پانګونې د فرصتونو، صنعتي همکاریو، د خصوصي سکټور د ونډې د زیاتوالي او متقابلو اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.
دواړه لوریو پر یادو موضوعاتو تر خبرو وروسته د یادو مسایلو د پراختیا له پاره پر همږغۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.