Homeخبرونهقانع: تر دې وروسته پاکستاني لاس موټرو ته پلېټ نه ورکول کېږي

قانع: تر دې وروسته پاکستاني لاس موټرو ته پلېټ نه ورکول کېږي

تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي چې له دې وروسته به د افغانستان خلاف لاس موټرو ته هېڅ پلېټ ورنکړل شي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې، د افغانستان خلاف یا پاکستان لاس هغه موټر به هم له کابل څخه و ایستل شي چې مخکې د ګرځېدو اجازه ورکړل شوې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان خلاف لاس موټرو د شټرېنګ بدلولو موضوع ته په اشارې ویلي چې، په دې اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې چې د څو ارګانونو ترمنځ خبرې روانې دي.

په ورته مهال یو شمېر هېوادوال هم پر دې پرېکړه خوښ دي او د ژر عمليکېدو غوښتنه یې کوي.

دوی ټینګار کوي چې د پاکستان لاس (افغانستان خلاف لاس) موټرو په کمېدو سره به هېواد کې خونړۍ ترافیکي پېښې کمې شي.

د یادونې وړ ده چې، د افغانستان خلاف لاس موټرې په مرکز او لویو ښارونو کې د بې نظمۍ لوی لامل ګڼل کېږي او دغه راز په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لامل هم همدا موټرې ګڼل کېږي.

1 COMMENT

  1. افغانستان بايد په هره مانا افغانیزه سي.
    دغه کار هر څومره چي ژر کيږي د هيواد‌ په ګټه ده.
    په ټولو لويو ښارونو کي بايد پاکستان لاس بند سي… او بيا په ټول افغانستان کي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...