تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې د جلالاباد – تورخم ۷۳ کیلومتره سړک د قیراچونې چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې، د دې پروژې پاتې چارې د څه باندې ۸۴۸٫۶ میلیون افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قراداد شوی او کارونه یې عملاً روان دي.
حقشناس لیکلي، ټاکل شوې چې دا پروژه به ۲۲ میاشتو کې بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې د جلالاباد – تورخم سړک د هېواد یو له مهمو مسيرونو څخه بلل شوی چې د کرنيزو محصولاتو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
محمد اشرف حقشناس دا هم لیکلي چې، د یادې پروژې د آسفالټ اچونې چارو په بشپړيدو سره به د هېوادوالو او سوداګرو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې د لویو لارو د دویم لین سړکونو د جوړولو او رغولو چارې پیل شوې چې، د ځینو پروژو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
په ورته مهال عام خلک له طالبانو غوښتنه کوي چې، د کابل ـ جلال اباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې هم چټکې کړي.