تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اېکس پاڼه لیکلي چې، د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف د افغان-ټرانس دهلېز د ملاتړ او رهبرۍ له امله د ستاینې وړ دی.
خلیلزاد زیاته کړې چې، دا دهلېز به منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له سویلي اسیا، عربي سمندر، فارس خلیج او هند سمندر سره ونښلوي.
نوموړی وایي چې، دغه راز به دا دهلیز د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې د دې پروژې پر وړاندې یو لوی خنډ د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې دي او دواړه لوري باید د شخړو د هواري لپاره ډیپلوماټیکو حللارو ته مخه کړي.
خلیلزاد داسې مهال د یادې پروژې پر وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې مهمې بولي او د شخړو د حل پر دیپلوماتیکو لارو ټینګار کوي چې، له تېرو ۸ میاشتو را پدیخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر راز سوداګري بنده ده.
دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سختې نښتې وشوې او پاکستان په ځلونو د افغانستان هوایي حریم نقض کړی او دلته یې پر ملکیانو هوایي بمبارۍ وکړې.
د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي، او دحل لپاره یې هم تر اوسه داسې کوم هیله بښونکی خبر نه دی تر سترګو شوی.