Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازبکستان ولسمشر: د ټرانس‌افغان رېلار به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره...

د ازبکستان ولسمشر: د ټرانس‌افغان رېلار به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره برابره کړي

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې د ټرانس‌افغان رېللارې پروژې پر پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې په فعال ډول پر دې مهم ترانزیټي دهلېز کار کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه دهلېز به د سیمې د هېوادونو لپاره جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیمه لاره برابره کړي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د تاشکند د پانګونې د پنځم نړیوال فورم د جوړېدو خبر ورکړ او د ولسمشر وینا یې خپره کړه.

میرضیایف په خپله وینا کې د اقتصاد او پانګونې په برخو کې د همکاریو، شنې انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، مالي بازارونو، بنسټیزو پروژو او د سیمه‌ییزو ترانزیتي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

هغه د ټرانس‌افغان دهلېز په اړه وویل:
«موږ په فعاله توګه د ټرانس‌افغان دهلېز د جوړېدو پر پروژه کار کوو، چې د جنوبي سمندري بندرونو لپاره به مستقیم لاسرسی برابر کړي.»

د ازبکستان ولسمشر زیاته کړه چې د دې پروژې او نورو ورته طرحو له بشپړېدو سره به هېواد یې د هغو نړیوالو ترانزیټي لویو لارو له شبکې سره ونښلول شي چې اسیا او اروپا سره نښلوي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې ازبکستان له چین او قرغیزستان سره په ګډه د یوې سترې رېللارې د پروژې پر عملي کولو بوخت دی.

د تاشکند د پانګونې پنځم نړیوال فورم د سې‌شنبې په ورځ د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، پانګه‌والو او نړیوالو شرکتونو د استازو په ګډون پیل شو او د چهارشنبې په ورځ یې هم دوام وموند.

په دې غونډه کې د طالبانو یو پلاوی هم ګډون لري. افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې د افغانستان له لارې د ۵۷۳ کیلومتره رېللارې د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و.

د دې سترې پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارد ډالر ښودل شوی او هدف یې د سیمې د اقتصادي نښلونې پیاوړتیا بلل شوې ده. تر دې وړاندې روسیې هم اعلان کړی و چې د دې پروژې په پلي کولو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...