Homeخبرونهد ترکیې استخباراتو د داعش یو مهم مشر نیولی

د ترکیې استخباراتو د داعش یو مهم مشر نیولی

تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه) د ترکیې ملي استخباراتو د داعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی، چې د داعش له افغانستان مېشتې څانګې «داعش خراسان» سره تړاو لري، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی. دا خبره امنیتي سرچینو د چهارشنبې په ورځ کړې ده.

 د ترکیې رسنیو نن د سرچینو په وینا ویلي، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر یوه مهم غړي متمرکز وو.

نیول شوی کس احمد کازانجي نومېږي او د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په مستعارو نومونو هم پېژندل کېده. امنیتي سرچینو ویلي چې هغه په ترکیه کې د داعش د رسنیزې څانګې مسوولیت د خپل مخکیني مشر، اوزګور آلتون، له نیول کېدو وروسته پر غاړه اخیستی و.

د ترکیې استخباراتي ادارې موندلې چې کازانجي له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تللی، هلته د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شوی او د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې یې فعاله ونډه لرله.

د څېړنو له مخې، هغه له اوزګور آلتون سره په ګډه له ترکیې څخه د کسانو د جلب او جذب او د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته د هغوی د لېږد په چارو کې همکاري کوله. د آلتون له نیول کېدو وروسته، کازانجي د ډلې د فعالیتونو مسوولیت په غاړه واخیست.

سرچینې زیاتوي چې د MIT د استخباراتي معلوماتو له مخې، کازانجي په پاکستان کې د داعش پر اهدافو له ترسره شویو هوايي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی و او وروسته یې پلان درلود چې په غیرقانوني لارو بېرته ترکیې ته داخل شي او د ډلې لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د امنیتي سرچینو په وینا، هغه په یوه سرحدي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

ویل کېږي چې کازانجي د تحقیقاتو په لړ کې له اوزګور آلتون سره خپل تړاو منلی، د داعش په لیکو کې یې د ترلاسه کړې پوځي او ایډیولوژیکې روزنې په اړه معلومات ورکړي او همداراز یې د ډلې لپاره د رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو ترسره کول هم تایید کړي دي.

امنیتي سرچینې وايي چې دې عملیاتو په ترکیه کې د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او هغه شبکې یې افشا کړې دي چې د دې ډلې لپاره د جنګیالیو د جلب او لېږد په موخه کارېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...