٩تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه) د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۳۲ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې د لایپرېینګ له هوايي ډګره کابل ته ولېږل.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزارت ویلي چې په دغو کسانو کې هغه نارینه شامل وو چې د جدي جرمونو په تور محکوم شوي وو.
د جرمني خبري اژانس (DPA) د راپور له مخې، شړل شوي کسان د جنسي تېري، قتل، د ماشومانو ځورونې، د مخدره موادو قاچاق او باجاخیستنې په څېر جرمونو له تورونو او محکومیتونو سره مخامخ وو.
د جرمني چارواکو ویلي چې دغه کسان د هېواد له بېلابېلو ایالتونو، لکه نوردراین-وېستفالن، بایرن، نیدرزاکسن، بادن-وورتمبرګ او شلېزویګ-هولشتاین څخه راټول شوي وو، او ځینې دوسیې یې د فدرالي پولیسو تر صلاحیت لاندې وې.
د راپورونو له مخې، دا الوتنه د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوې او د افغانستان پر لور د منظم اخراج د بهیر د بیا پیل یوه برخه ګڼل کېږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کسان د طالبانو له ادارې سره د یوه مستقیم تفاهم پر بنسټ افغانستان ته لېږل کېږي؛ داسې تفاهم چې برلین ته اجازه ورکوي، پرته له دې چې د درېیمو هېوادونو منځګړیتوب ته اړتیا ولري، په مستقیم ډول په جرمونو ککړ افغانان کابل ته ولېږي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د کډوالۍ او اخراج په څېر په مشخصو اجرایي برخو کې ورسره محدودې اړیکې لري.
د الوتنې پر مهال د لایپزیګ په هاله هوايي ډګر کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. راپورونه ښيي چې له شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ پورې معترضانو د اخراج د بهیر پر ضد احتجاج کړی و.
ویل کېږي چې له دې وړاندې د ورته یوې الوتنې پلان د طالبانو د نه همکارۍ له امله ځنډول شوی و. سرچینو ویلي چې طالبانو هغه مهال د جرمني له لوري د ډیپلوماټیکو خبرو اترو د نشتوالي په اړه ناخوښي ښودلې وه.
راپورونه څرګندوي چې افغانستان ته د اخراج نوې څپې د ۲۰۲۴ کال له پیل وروسته پیل شوې دي. د هغو له ډلې یوه الوتنه د قطر په همکارۍ ترسره شوې وه چې لسګونه محکوم کسان یې له جرمني کابل ته ولېږدول. دا بهیر اوس هم په محدود خو دوامداره ډول روان دی.