پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: د زرقي محصولاتو فابريکه فعالوم

ملا حسن اخند: د زرقي محصولاتو فابريکه فعالوم

تاند: (پنجشنبه، د دلوې ۲۷) د طالبانو کابينې د دوی د رييس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تائید کړې ده.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د کابینې غونډه کې ېې د ياد شوي ريفورم د عملي کېدو پلان جوړونه له یاد وزارت سره په ملتیا د طالبانو اداري کمیسیون ته وسپارل شوه.

په دې غونډه کې همدارنګه د روغتيا وزارت اړوند د زرقي محلولاتو د فابریکي د فعالولو وړاندیز تاييد شو.

ويل شوي، چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبیق د لګښت اړوند مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د راتلونکي مالي کال بودجه کې يې په پام کې ونیسي.

افغانستان تر اوسه ډېر عادي سيرومونه هم له بهرنيو هېوادونو واردوي، په داسې حال کې چې په کور دننه ېې د تولید امکانات او ظرفيت موجود دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب