پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کابل د هوايي ډګر لور ته د هجوم په تور ط...

د کابل د هوايي ډګر لور ته د هجوم په تور ط یو شمېر کسان نیولي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۷ مه) طالب چارواکي وايي، هغه اوازه خپروونکي یې نیولي چې تیره اوونۍ یې خلک تیر ایستل چې ګواګي د ترکیې الوتکې د کابل هوايي ډګر ته راغلي چې خلک خپل هیواد ته یوسي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څارنې رييس عبدالحق حماد نن (پنجشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې اوازه خپروونکي نیول شوي دي.

ده همداراز لیکلي، هغه کسان هم نیول شوي چې ځانونه یې طالبان ښودل او د کابل د هوايي ډګر مخته یې خلکو ته سپکې سپورې ویلې.

د طالبانو د رسنیو د څارنې د کمیسیون ريیس نه دي ویلي چې څومره کسان نیول شوي دي. ده د اوازې خپروونکو د ګنګوسې انګېزې ته هم اشاره نه ده کړې.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام په کابل ښار کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي له ترکیې څخه الوتکې راغلي او افغانان خپل هیواد ته بیايي چې د زلزله ځپلیو په ایستلو کې مرسته وکړي.

له دې اوازې وروسته سلګونو ښاریانو د هوايي ډګر لور ته مخه کړه او ډیره ګډوډي یې رامنځته کړه.

3 COMMENTS

  1. د امارت محترم ویایندویانو السلام علیکم دالله (ج) له دربار نه دفتح مبارکی بیا وایم زه فکر کوم په دی وړو وړو خبرو خلک مه بندیان کوی څه پروا کوی یو څو بیکاره غربی خوښه کسانو میدان ته منډی ووهلی خپل ځانونه ی ستړی کړل څه د امارت تیل خو ی مصرف نکړل بله خبره داده یو څو کنځلمارو به کمځلی کړی وی څه پروا کوی کنځل د وژلو او بندی کول په اندازه زجز او عذاب ندی هسی هم افغانستان کی دا څلویښت کاله خلکو یوبل ته زښت کنځل کړی ان د پیغورونه یی یو بل ته ورکړی یو بل ی دالرخور او د ای اس آی غلام بللی یوبل یی قاتل بللی ډیری خبر ی شوی دهغه ماښام شکنځل یی ګرد ته هم نه رسیږی تاسی اوس خلکو ته د یو مړی ډوډي غم وخوری دتعلیم غم وخوری ځان د دنیا له پیغور خلاص کړی دا بندیان بیرته خوشی کړی زما دری دوستان مو نیولی خو ماه مالوم دی بیچاره ګان دومره ښه خلک دی چی د ایمانداری او تقوی اندازه یی نشته دوی تیر شل کاله ستاسی صفتونه کول اوس مو خوشی نیولی بندی کول آخرت کی بازخاست لری

  2. د امارت محترم ویایندویانو السلام علیکم دالله (ج) له دربار نه دفتح مبارکی بیا وایم زه فکر کوم په دی وړو وړو خبرو خلک مه بندیان کوی څه پروا کوی یو څو بیکاره غربی خوښه کسانو میدان ته منډی ووهلی خپل ځانونه ی ستړی کړل څه د امارت تیل خو ی مصرف نکړل بله خبره داده یو څو کنځلمارو به کمځلی کړی وی څه پروا کوی کنځل د وژلو او بندی کول په اندازه زجز او عذاب ندی هسی هم افغانستان کی دا څلویښت کاله خلکو یوبل ته زښت کنځل کړی ان د پیغورونه یی یو بل ته ورکړی یو بل ی دالرخور او د ای اس آی غلام بللی یوبل یی قاتل بللی ډیری خبر ی شوی دهغه ماښام شکنځل یی ګرد ته هم نه رسیږی تاسی اوس خلکو ته د یو مړی ډوډي غم وخوری دتعلیم غم وخوری ځان د دنیا له پیغور خلاص کړی دا بندیان بیرته خوشی کړی زما دری دوستان مو نیولی خو ماه مالوم دی بیچاره ګان دومره ښه خلک دی چی د ایمانداری او تقوی اندازه یی نشته دوی تیر شل کاله ستاسی صفتونه کول اوس مو خوشی نیولی بیندی کول آخرت کی بازخاست لری

  3. دا جی امارت اسلامی اخلاق نه مراعاتول دنظام دبدنامی سبب بولی دا دافغانستان دزمامدارانو پخوانی کلتور ته خاتمه ورکول دی. رښتیا به وایو جی دقدرت بداستعمال تنها غلا او قتل او نور نه دی. دخلکو عزت ته نه کتل هم دقدرت بداستعمال دی. طالبانو ښه کار کړی. هغه چی ځان ته دانسانی کرامت طرفداران وایی هغه باید د طالبانو دا کار بدرګه کړی. خو متاسفانه له هغوی دا امید نسته ځکه هغوی دانسانی کرامت مراعاتول هلته تاییدوی چی ددوی فایده پکی نغښتی وی.
    وطندوسته افغان باید واقعیتبین وی. متاسفانه نن که څوک پوهیږی او که نه پوهیږی همدا خبره یی زده کړی چی طالبان باید دفقر، دتعلیم او نورو ته توجه وکړی. بلی تریوه حده دا ښه ده. خو دا خبره اسانه ده مګر عملی کول یی سخت دی. شل کلن اشغال ۹۹.۵ فیصده خلک دفقر تر درجی لاندی ساتلی وو. اوس لا هم په افغانستان باندی دبندیزونو غوښتنه کیږی. ۹.۵ میلیونه افغانانو ته مفت درسونه مهیا کول، او اعاشه ورکول، اباته کول اسان کار ندی. خپل مدافع اردو جوړول، خدمات رسول، پرمختیایی پروژی جوړول، او نور ټول یو سالم او آزاد اقتصاد غواړی. نو ایا دا به دوطن دوستی یوازنی لیاره وی چی طالبان ملامت سی؟ افغانان باید اوس باید دا زده کړی چه له طالبانو سره څنګه همکاری وکړی چی ملی مشکلات حل سی.
    افغانان باید دا زده کړی چی فقر تنها حکومت له مینځه نسی وړلای. خلک باید هم ابتکار وکړی. هغه د شل کالو په تعلیم دی بلا سی چی یوه هم ندی زده کړی چی څنګه خصوصی کار پیل کړی. زمونږ دپوهنتون استاد هم صرف دزیړی دچلولو جل زده کړی وی. هغه چی په خارج کی ناست دی هغی صرف دا وایی چی زه یم او زه یم. نور ټول بیعقل دی. افغانستان دی خدای آباد کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب