یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهجرمني د افغان ښځو لپاره پرمختیایي پروژې بیرته پيلوي

جرمني د افغان ښځو لپاره پرمختیایي پروژې بیرته پيلوي

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)   جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد یې د افغان ښځو لپاره ځنډولې پرمختیایي پروژې بیرته پيلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنې ادارې له لوري په افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار پر وړاندې افراطي قیودات وضع شوي او دوی له دغو حقونو محرومې دي.

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیرې سونیا شولز پرون په برلین کې وویل، چې دغه پروژې به د « له ښځو سره، د ښځو لپاره» شعار لاندې پيل کړي.

 جرمني په عین کې حال، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو لګولي بندیزونه د دوی د پيل کړو پروژو پر وړاندې اصلي خنډونه بللي او له طالبانو یې د ښځو خلاف د بندیزونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

معلومه نه ده، چې په مشخص ډول یادې پروژې کله او له کوم ډول فعالیتونو سره په څومره لګښتونو پيلیږي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په پرله پسې ډول له نړیوالو مرستندویانو په افغانستان کې د فعالیت غوښتنه کوي.

په وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه د نورو افراطي پریکړو ترڅنګ یې، د دوی خلاف د نړیوالو دریځونو د توندیدو سبب شوي.

دغه وضعیت د طالبانو په منځ کې اختلافات پيدا کړي، تر دې چې د کورنیو چارو وزیر یې سراج الدین حقاني، چې په عین حال کې د طالبانو د رهبر ملا هبت الله مرستیال هم دی، په کنایوي ډول نوموړی د واک په انحصار او پر ټول ملت د خپلو نظریو په تحمیلولو تورن کړی.

سراج الدین حقاني ویلي، چې روان وضعیت نور د زغم وړ نه دی.

د ملا هبت الله د بل مرستیال او د هغه د دفاع د وزیر ملا یعقوب په ګډون یو شمېر نورو مشرانو یې پرون د شوروي ځواکونو د وتو په کلیزه کې په کنایوي ډول ټینګار درلود، چې باید ملت سره تعامل وکړي او غوښتنو ته یې غاړه کیږدي.

ملا هبت الله اخندزاده، په خپله ډله کې د مخ شویو مخالفتونو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب