Homeخبرونهایران په دغه هېواد کې د القاعدې د مشر د موجودیت راپور...

ایران په دغه هېواد کې د القاعدې د مشر د موجودیت راپور خندونکی وباله

تاند: (پنجشنبه، د دلوې ۲۷) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالله په ایران کې د القاعدې د مشر د شتون په هکله خپاره شوي راپورونه خندونکي وبلل.

نوموړي د دغو خبرونو په غبرګون کې پر خپلې ټویټر پاڼې ولیکل: د القاعدې د مشر په اړه د خبرونو جوړول او له ایران سره د هغه ملګرتیا مسخره ده.

هغه زیاته کړه: زه د سپینې ماڼۍ چارواکو ته مشوره ورکوم چې د ایران د ځورونې د ناکامې لوبې مخه ونیسي.

ايراني وزير وویل: «امریکا د القاعدې او داعش د پیلولو تر څنګ، په نړۍ کې د تروریزم د ودې مسووله ده.” ادرس مه غلطوئ.»

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ډېر ګومان ایران مېشتی مصری سیف العدل د القاعدې ډلې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري ځای ناستی ټاکل شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د ملګرو ملتونو دغه راپور تایید کړی دی.

ځينې شنونکي باور لري، چې د ملګرو ملتونو د دغه راپور په جوړولو کې امریکایي استخبارات ډېره ونډه لري او ممکن پر ایران د امریکا د پوځي او نورو فشارونو زیاتیدو ته زمینه برابره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...