شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو متخصصانو له استرالیا وغوښتل چې په افغانستان کې د...

د بشري حقونو متخصصانو له استرالیا وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جنایت تاوان ورکړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۸ مه) د ملګروملتو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ په ګډون د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې د چهارشنبې په ورځ په اسټرالیا غږ وکړ چې په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ له خوا د جنګي جرمونو د ۳۹ قربانیانو کورنیو ته سمدستي تاوان ورکړي.

په ۲۰۲۰ کال کې په یوې پوځي پلټنې کې څرګنده شوه چې اسټرالیایي عسکرو د ناټو په مشرۍ د نړیوال امنیت ساتونکي ځواک په چوکاټ کې په افغانستان کې د حضور په مهال ۳۹ بې وسلې افغان بندیان وژلي دي. ځینې قربانیان مخکې له دې چې ووژل شي شکنجه شوي وو.

بینیټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:”زه د ملګروملتونو له خپلو همکارانو سره په ګډه په اسټرالیا غږ کوم چې خپله دنده ترسره کړي ترڅو په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ له خوا د جنګي جرمونو د ۳۹ وژل شویو قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي. د دغو بې وسلې کسانو ځینې شکنجه شوي هم دي.”

متخصصانو ویلي:”استرالیا مسوولیت لري چې د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشري قانون پر اساس د اعدامونو او شکنجې قربانیانو ته تاوان ورکړی.”

“دا د منلو نه ده چې د ښاغلي نظر ګل، ښاغلي یارو ماما فقیر، او ښاغلي علي جان په شان د وژل شویو قربانیانو، چې ټول په ۲۰۱۲ کال کې ووژل شول، کورنۍ، له یوې لسیزې راهیسې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ژوند په سختو شرایطو کې بې وزله پاتې شوي دي.”

ګل درې میرمنې او ۱۷ اولادونه درلودل.

کارپوهانو دا ومنله چې د استرالیا حکومت د مجرمانو د جنایي تحقیقاتو او محاکمې لپاره که څه هم ورو خو ریښتینې هڅې کوي او ژمنه یې کړې چې قربانیانو ته به تاوان ورکړي.

دوی همداراز وویل، «څیړنې ثابته کړه چې باید د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته تاوان ورکړل شي، دا د منلو نه ده چې د اسټرالیا حکومت، سره له دې چې د پیسو له ورکولو سره موافقه کړې خو نژدې څلور کاله وروسته یې هم تاوان نه دی ورکړی.»

د ۲۰۲۴ په جولای کې، اسټرالیا د تاوان ورکولو لپاره مقررات تصویب کړل.

د تاوان پر ورکولو سربیره، نړیوال قانون له اسټرالیا څخه غوښتنه کوي چې د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره طبي او نورې مرستې وکړي، د ماشومانو د تعلیم غم یې وخوري.

1 COMMENT

  1. تیره ورځ یک شنبي په ورځ د انګریزانو څخه د استقلال ۱۰۵ کلیزه وو چې د انګریزانو څخه اخیستل شوی وو چې انګریزانو په افغانستان دری (۳) ځلې بریدونه کړي چې زیاتو ملکی او مالی تلفات یې افغان ولس ته اړولی دی او همدارنګه روسانو هم په افغانستان برید کړي چې دلته یې ټول نړیوال قوانین نقض کړل او په افغان ولس یې داسې بریدونه کړي چې لا تر اوسه چا ندې تثبیت کړي، له ۲۰۰۱ برید وروسته پدې ۲۰ کالو کې امریکا، ناټو او نورو هغو هیوادونو چې د ناټو جنګي سازمان او آیساف سازمان کې شامل وو دلته راغلل او شپه او ورځ په افغان ولس تیاره کړله، نو اوس زه هم وایم چې لومړی برتانیه، بیا روسان (شوروی) بیا امریکا + ناټو شریکباڼی هیوادونه) مسوولیت لري چې د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشري قانون پر اساس د افغانانو ولس د ځاني او مالی قربانیانو ته تاوان ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب