جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه جاپان کې له زورورې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړل شو

په جاپان کې له زورورې زلزلې وروسته د څونامي خبرداری ورکړل شو

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۸ مه) په جاپان کې نن له یوې زورورې زلزلې وروسته، چې شدت یې د ریښتر ۷ اعشاریه ۱ درجې و، د دغه هیواد په جنوبي ساحلونو کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د مرګ ژوبله او تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

جاپان د ارام سمندر د زلزلې پر کرښه پروت دی او له همدې کبله په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو او سیمو څخه دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي خو تر ټولو ډېر خطر څونامي پېښوي.

د جاپان د هواپېژندنې ادارې د زلزلې مرکز، د نننۍ زلزلې مرکز د کیوشو ټاپو له ختیځو غاړو کابو ۲۰ کیلومتره لېرې ښوولی دی. دا ټاپو د جاپان په جنوب کې دی.

د زلزلې مرکز د کیوشو او شیکوکو ټاپوګانو په جنوبي غاړو کې تر یو متر پورې د سمندر د څپو د لوړېدو وړاندوینه کړې ده.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د نننۍ زلزلې ټکانونه په نیچینیان ښار او د میازاکي ولایت په شاوخوا کې ډېر احساس شول.

له بلې خوا، په کیوشو او شیکوکو کې د اټومي بریښناکوټونو چلوونکو وویل چې دوی دې تاسیساتو ته د احتمالي زیان په اړه تحقیقات کوی.

د جاپان دولتي ټلویزیون هم د زلزلې تصویري راپورونه خپاره کړل. تلویزیون د زلزلې مرکز ته نژدې د میازاکي ولایت د هوایي ډګر ماتې شیشې وښودلې.

جاپان په ۲۰۱۱ کال ۹ اعشاریه ۱ درجې زلزلې او څومامي سخت زیانمن کړ. د څونامي له کبله د اوبو څپې تر ۳۰ متره لوړې شوې چې په نتیجه کې یې د جاپان اتومي تاسیسات سخت زیانمن شول او لږترلږه ۲۰ زره تنه مړه او دوه نیم زره نور تري تم شول.

د نړۍ په سلو کې ۲۰ زلزلې په جاپان کې کېږي او اکثره یې تر شپږ ریښتره شدیدې وي.

د څونامي کلمه هم جاپاني ده. څو (Tsu) یعني ساحلي بندر او نامي (Nami) یعني څپه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب