پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد انګلیسي رسنۍ په روایت د اسماعیل هنیه د وژل کېدو ...

د انګلیسي رسنۍ په روایت د اسماعیل هنیه د وژل کېدو جزییات

تاند – په یوه راپور کې چې په بریتانیا کې د یهودانو یوې رسنۍ، جویش کرونیکل (The Jewish Chronicle) د اګست په ۵ مه خپور کړ، دوو ایرانیانو د اسماعیل هنیه د اوسیدو د خونې تر تخت لاندې بم ایښی و.

په داسې حال کې چې د ایران سپاه پاسداران د هنیه وژنه د لنډواټنه راکټ د “۷ کیلويي سروکي په وسیله بللی، د نیویارک ټایمز او ټیلګراف ورځپاڼو مخکې ادعا کړې وه چې هنیه د سپاه پاسداران ځواکونو په همکارۍ له لیري د کنټرولېدونکي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.

جویش کورنیکل اوونیزې ادعا وکړه چې دوو ایرانیانو، چې د سپاه پاسداران د انصار المهدي له امنیتي قطعې سره یې تړاو درلود، د اسماعیل هنیه تر تخت لاندې بم کېښود. د راپور له مخې، دغه دوه ایرانیان هماغه کسان وو چې باید د ودانۍ او د هغې د میلمنو امنیت یې ساتلی وای.

د راپور له مخې، ایرانیانو ته هم د امنیتي کمرو له تصویرونو څرګنده شوې چې دوو ساتونکو د هنیه په وژلو کې لاس درلود.

له پېښې درې دقیقې وروسته، ساتونکو ته په یوه اروپایي هیواد کې پیسې لیږل شوي او د تصویرونو له مخې هغوی د ودانۍ له اصلي دروازې له وتلو وروسته په یوه تور موټر کې سپاره شوي او یو ساعت وروسته د موساد له لوري له ایرانه ایستل شوي دي.

بم د قتل په ورځ اېښودل شوی و

جویش کرونیکل دا فرضیه چې بم له چاودنې څخه څو اوونۍ یا میاشتې پخوا د هنیه په خونه کې ایښودل شوی و، په بشپړ ډول ناسمه بولي. امنیتي کمرې ښیې چې بم د چاودنې په هماغه ورځ، د ماسپښین په 4:23 بجو، شاوخوا نهه ساعته دمخه په خونه کې ځای په ځای شوی و. چاودنه، چې د ریموټ کنټرول په وسیله شوې، په ځایي وخت د سهار په 1:37 بجې، یعني له نیمې شپې وروسته شوې ده.

موساد د دې دسیسې د هر ډول احتمالي کشف د مخنیوي لپاره چاودیدونکي توکي د هوارې خښتې په بڼه، چې ۳ انچه پلنوالی او ۶ اوږدوالی یې درلود، د تخت په لاندې پورې تړلي وو. د راپور له مخې، یو بم د دې لپاره وکارول شو چې ملکي خلکو ته زیان پېښ نه شي، له همدې کبله د ودانۍ یوازې یوه برخه، چې هنیه پکې و، زیانمنه شوه.

د هنیه د وژنې پریکړې، چې د اکتوبر له ۷مې وروسته وشوه، په ټول تهران کې د موساد د جاسوسانو د شبکې پیچلو ترتیباتو ته اړتیا درلوده چې د راپورونو له مخې په کې ځایي ایراني همکاران شامل وو. هغوی د غزې له جګړې مخکې په ایران کې د موساد لپاره کار کاوه.

د اسراییل استخباراتو خبرې اورېدې

په راپور کې ویل شوي، کله چې هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته وبلل شو، موساد د اسراییل د پوځ د ۸۲۰۰ استخباراتي قطعې په مرسته، چې د پټو عملیاتو مسوولیت لري، د لوړې د مراسمو د تنظیموونکو او بلل شویو میلمنو تر منځ د تلیفوني خبرې واورېدې. کله چې د هنیه راتګ تایید شو، موساد په میلمستون کې، چې هنیه عموماً تهران ته د سفر په مهال هلته استوګن کېده، د وژلو پرېکړه وکړه.

په راپور کې د ودانۍ موقعیت ته اشاره شوې چې پر یوه غونډۍ جوړه شوې او شاوخوا یې لوړې ونې دي او له دې کبله په اسانه نه لیدل کېده. همداراز ویل شوي پنځه تنه، چې د ونو په شان زرغون یونیفورم یې اغوستی و، د ونو په مرسته ودانۍ ته وختل. د هغوی دنده دا وه چې کله هنیه ودانۍ ته ننوځي او په خپله خونه کې ګروپ ګول کړي، د بم د چاودنې مسوول ته خبر ورکړي.

د دې راپور له مخې، د شپې په یوه بجه او ۲۰ دقیقې مېلمانه مېلمستون ته ننوتل. هنیه په داسي حال کې چې ساتونکی یې له دروازې دباندې ولاړ و، له ده سره خدای پاماني وکړه. د بم چاودنې مسوول د هنیه د خونې د څراغ له ګول کېدو ۱۰ دقیقې وروسته بم وچاوداوه. د ده ساتونکی وسیم ابو شعبان سخت ټپي شو او د ډېرې وینې د ضایع کېدو له کبله یې وروسته ساه ورکړه.

د دې راپور پر اساس، له پېښې وروسته د ایران امنیتي چارواکو د ودانۍ انګړ ته ودانګل، ۲۸ جګپوړي پوځي چارواکي او پرسونل یې، چې همالته ول، ونیول. د هغوی ټول الیکترونیکي وسایل یې وپلټل.

په دې راپور کې دا یادونه هم شوې چې اسراییل، سره له دې چې په قطر کې هم هنیه وژلی شوای خو دا کار یې هلته په دې خاطر ونه کړ چې قطر د حماس او اسراییل ترمنځ په خبرو کې مهم رول لوبوي او که یې دا کار د قطر په خاوره کې کړی وای، د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې هر ډول احتمال کاملاً له خطر سره مخامخ کېده.

خو په ایران کې د هنیه ترور د راپور په ادعا سپاه پاسداران او ایران ته یو سپکاوی هم و.

4 COMMENTS

  1. کله چي خارجی استخبارات په سپاه کی دومره نفوذ ولری نو په ایران کی څوک خوندی دی ؟
    دآیت …. حکومت ولی ناکام او مخ په شړیدو روان دی؟
    آیا ظلم او جاهلی تعصبات اسباب د تنفر او فرار او د موساد د نفوذ اسباب برابر کړی ندی؟
    آیا امنیتی ظالم افراد کوم چي خپل او افغانان حتی د ماشومانو غاړې تر زنګون لاندی ماتوی لکه۱۴ کلن سید مهدی په روانه هفته کی او نور
    سلګونه ظالمانه پیښې ، په زندانو کی پر ښځو تیری او نور چي خامنه ای مشروعیت ورکړی د ټول فرهنګ او تاریخ سره تجدید تربیت نه غواړی ؟
    آیا اتمی شدن مهم است یا آدم شدن؟
    دا ډول نا اهلانو ته صلاحیت ورکول به بی له ظلم او رذیلانه چلند نه اضافه څه کولی شی ،حال دا چي اوس یی ظلم یواځې تر سنیانو محد ود ندی؟ او همدا انحصاری دد منشانه رفتار نیم ملت پردۍ او جاسوس کړ، نور ظالم امامت هم سبب د ټولیدو د شیعه نشی کیدی.
    نو تر اتومی کیدو وړاندی باید سالم آدمیت باندی کار او سرمایه ګذاری د انسانی ټولنی اهم ضرورت دی ،مع الاسف پنجابی جنرالان هم عین روش تعقیبوی او د ظلم په نتیجه کی د ګلونو انتظار لری.
    نو اول آدم شدن بیا اتمی او نور.

  2. متاسفانه زموږ طالبان ډیر ساده او بې خبره خلک دي.
    کاشکي دوی پر اسلام پوهېدای

  3. دا د طالب کار ګڼم. هغوی دا شل کاله تربیه شوي دي چې د امریکا لپاره به یې عربان په نښه کول او هغوی به په ډرون وژل. داسې راپورونه شته چې طالبانو د هنیه سره کتلي او د هماغه ملاقات وروسته دده تعقیب شروع و.

  4. د دغه خبر له ډاګیزه کیدو او خپریدو وړاندي ما په خپله یوه تبصره کې لیکلي وو چې، د هنیه ماموریت، ایران ته یې سفر او بیا هلته په قتل رسیدل ټوله یوه معامله وو. په دغه معامله کې یو اړخ رافضي اخوندان دي. د ایران د خمینیانو او ملحد و اخوندانو تالي څټي ګوډاګیان دی خبر وئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب