جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م.م. پراختیايي اداره وايي، د ثور له میاشتې ۳۰۰ افغانان سیلونو...

د م.م. پراختیايي اداره وايي، د ثور له میاشتې ۳۰۰ افغانان سیلونو مړه کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۷ مه) د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره (یو این ډی پی) وایي، د ثور له میاشتې راهیسې په افغانستان کې سیلونو ۳۰۰ کسان مړه کړي او ۹۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره غواړي چې د سیلونو له امله اغیزمنو کسانو ته موقتي سرپناوې جوړې کړي.

د ملګروملتو پراختیايي ادارې نن په یوه راپور کې ویلي چې له  نورو بشري سازمانونو سره کار کوي چې اغیزمنو خلکو ته لومړنۍ اړتیاوې لکه اوبه، موقتي سرپناه، خواړه او روغتیا اسانتیا برابره کړي.

د کار په وړاندې د نغدو پیسو د ویش پروګرام، چې د کرهنیزو ځمکو، کانالونو او اوبو له سرچینو څخه د خټو او خاورو پاکولو باندې تمرکز کوي د سیل له قربانیانو سره د مرستې لپاره د یو این ډي پي له پروګرامونو څخه دی.

دغه اداره وایی، د سړکونو بیارغونه، د سیل ځپلو کورونو ترمیم او روغتیایي خدمتونه وړاندې کول د سیلونو له قربانیانو سره د مرستې لپاره په اوږدمهاله پلانونو کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره (یو این ډی پی) وایی، په اغیزمنو سیمو کې یې د خوراکی توکو د وېشلو لپاره پخلنځي هم جوړ کړي چې د خوړو د ناامنۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا اداره زیاتوي، د خطر او خطر د نقشو پر بنسټ به د اغیزمنو کورنیو د استوګنې لپاره لنډمهاله او دایمي سرپناه جوړه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب