شنبه, اپریل 26, 2025
Home+نوروز د اسلامی منجمینو یوه غوره حللاره

نوروز د اسلامی منجمینو یوه غوره حللاره

پوهاند محمد بشیر دودیال

د حمل(وري) لومړۍ ورځ هغه په طبیعت، شپو- ورځو، موسم، آب وهوا او  دستورو په حالت کې هغه د حول او تحول، بدلون او ګرځیدو ورځ ده چې لمر زمکې سره په متعادل واټن ته راشي او شپه ورځ یو برابر شی. همدغه د بدلون او ګرځیدو نقطه او د نوي شمسي کال پیل دی. سږکال دا تحول زموږ د خوږ نبی حضرت رسول اکرم (ص) له هجرت څخه تر اوسه ۱۴۰۴کلونه تېر او دا دی ۱۴۰۵ م یې را دبره کیږي. الله پاک دی برکتی کال وګرځوي. د زړه له تله به د دې نوروز د را رسېدو له امله دعا وکړو:

یَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ یَا مُدَبِّرَ اللَّیْلِ وَ النَّهَارِ یَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَی أَحْسَنِ الْحَالِ

په داسی  حال کی چې نورو ملتونو خپل تقویم درلود، اسلامی خلافت هم و پټېیله چې یو متعادل تتقویم ولري چې حسابونه یی له مخې ثبات ومومی. د اسلامی اُمت نامتو منجم جلال‌ الدین ملک‌ شاه د نامتو عالم خیام تر مشری لاندې دا حل وموند، چې هماغه د حمل د لومړۍ ورځې په نښه کول و. وروسته بیا دا ورځ له هندوستان، اوسني تاجکستان، افغانستان تر اوسنی ایران پورې د نوروز په نوم ونومول شوه او موږ یې د خپلو برکتي نیکونو په دود هر کال په درناوي سره لمانځو.  روز نه یواځې دا چی د لمر له ګرځېدو سره سم؛ یو شمسي تحول او دشپې او ورځې سره برابرېدل دي، بلکې د بزګرۍ د چارو دپیل وخت دی. اوس چې زموږ عصري دفتري، مالی اوحسابی، تعلیمي او شخصي چارې له شمسی کلیز سره برابرې دي، نو د دهقانی له چارو پرته، د نورو کارونو تړلتیا مو له دې ورځې سره د دې لامل شوې ده چې نوروز نور هم اهمیت ومومي.  پخوا چې دا عصری چارې له شمسی تقویم سره نه وې تړلې هم نوروز زموږ د خلکو په نزد د درناوي وړ و.

په لرغوني لوی افغانستان کې، د نوروز د نورو ترتیباتو تر څنګ به په کورونو کی د نوروزو د شپې په مناسبت ځانګړی خواړه برابریدل. خلکو ته (اووه سین) میوه چی د نوروز په شپه جوړیږی، بیل ارزښت لری. د دې دود لرغونتوب په هکله ډیر کره معلومات نشته، خو که له نوروز سره  یې اړیکې په پام کې ونیسو، نو ویلای شو چی  لرغونتوب یې د آریایي تمدن تر مهال پورې، په تیره بیا جمشید(یما) یا کیومرث او یا هم د تهمورث دباچاهۍ تروخته رسیږي. د پورتنۍ یادونی له مخې د هفت سین دمیوی جوړول ډیر مخکی پیل شوی دی او د نوروز د جشن یوه برخه ګڼل کیده چې د نوروز لپاره جوړ شوی دسترخان به یې ښایسته کاو، خو دا هم باید ووایو چې هغه مهال هفت شین دود و.

نوروز د ژمي له خوب څخه د طبیعت د راویښیدو سمبول دی.  زیاترو اخځونو د نوروز د دود بنسټ ایښودل او لمانځل (یما پاچا) یا پیشدادی جمشید بولی. یو شمیر نور بیا وایی چی نوروز لومړی ځل کیخسرو ولمانځه. اوس هم نوروز د همدې خوشحالیو یوه نښه راپاتی ده. جلالی شمسی تقویم په ټولو تقویمونو کې یو ثابت، روڼ او د طبیعت د حول او تحول سره برابر مهالویش دی چې یو کال یی په ۳۶۵ ورځو+۵ یا شپږو ساعتونو، دولس میاشتو او بیا  هره میاشت په څلورو اونیو ویشلې ده. پیل یې د نوروز مبارکه ورځ ده، چې کښت و کار او بڼوالۍ کې د برکت لوېدو په خاطر د دغې ورځې په سهار په خوشحالۍ سره کروندو او باغونو ته وځو.

دغه ورځ زموږ پښتوادب کې هم انعکاس لري، او زموږپه ملی ادب کې د نوروز ډیر ذکر شوی دی، مثلا خوشحال خټک فرمایی:

د نـوروز مـنـت پـــه بــاغ دی پــه صــحرا هـم

نـــورانـي یـې شـيلـــه فـیـضـه هــغــه، دا هـم

چې پـــه بـــاغ کـې رنـگـارنگ گــلونـه وا شـي

غــــنـیـمت ده د گـــلــــونــــــــو تــمــــاشــا هـم. ..(الخ)

خوشحالخان بل ځای وایی:

د نوروز له فیضه بوټي خالي نه وي

فیض یې رسي هم تر سپاندې، هم تر ځوزه

که همه عمر د باغ ګلونه ګورم

زما خوابه پرې سړه نه شي هنوزه

د سهار هوا هر ګوره ښه هوا ده

که آفت ورپسې ته نه وای تموزه

په راتله ور لره ډېره خوښي راوړې

په خوشحال باندې دې قدر دی نوروزه !

 د نوروز لمانځنه په حقیقت کې د کار او زیار د ورځو او د برکتونوپه هیله د حلال رزق د ګټلو په خاطر د الله(ج) په ستر حکمت دپوهیدو راز دی. بزګران په دې وخت کې یومونه را اخلي اوپټیو ته وځی  ترڅو هلته حلال رزق ګټلو ته چې نیم عبادت بلل شوی دی، ځانونه او خپل پټي چمتو کړي. بزګران په دې ورځ دعا کوی چی ټول کال یې له برکتونو ډک وی. دوی د پاک پرورګار د دغی عطیې شکرانه په کار اوزیار ادا کوي. په ښارونو کی د نوی کال پیل په رسمی او نارسمی غونډو سره لمانځل کیږی چی دینی علما پکی وینا کوی ،خلک عدل او انصاف ته رابولی او رسمی غونډی د کلام الله مجید په تلاوت او د رسمی چارواکو په ویناوو پیل کیږی. دښوونځیو زده کوونکی نوی ټولګی پیل کوي، دولت نوې مالی کال پیل کوی او دنوی کال بودجه رااخلي. اقتصادی ادارات د نوي کال د پلان په تطبیق پیل کوي…. لنډه دا چې په هر څه کې نویوالی راځي. په دی توګه په ګډه دعا کوو چې سږنی نوروز دی الله (ج) ټوله مسلمه اُمت او په تیره بیا د افغانستان مومن ملت ته نیکمرغه وګرځوی. الله(ج) دی دې هیواد ته ترقی راولي. ټولو مومنو او خواریکښو بزګرانو او ټولو پتمنو خویندو او وروڼو ته د نوی کال مبارکی وړاندی کوو.

4 COMMENTS

  1. سلامونه؛
    ګران مشر پوهاند صاحب دودیال، ښې چارې او مڼنه له ښکلې لیکنې څخه د نوروځ په باب.ستاسو ټولې ليکنې په تلوسې لولم.
    یوه ډیره کوچنۍ یادونه وکم : تیر ه.ش.کال ۱۴۰۳م و چې دوه ورځې ېې پاتې دي او
    نوی کال به ۱۴۰۴ ل.ه. وي ،نه ۱۴۰۵!
    .یوه بله ډیره مهمه خبره چې ستاسو او زمونږ په یاد او ژوند کې د نوی کال سره د ټول افغانستان د ښوونې او روزنې مرکزونو په تعلیم او تحصیل پیل و چې متاءسفانه داڅو کاله بیرنګه شوی او په داخل او خارج کې ې افغانانو ته ډیر سترس او اندیښنې پیدا کړیدي!
    .د بزګرۍ،دهقانۍ خو تاسو یادونه کړې ، د دهقان او باغوان جشن هم جوړیده …
    دعاوو ته به مو آمین ووایم ؛+ که مشر حفظه اله د یوې جمعې خطبې کې ظاهر سوی وای او د هیواد اولادو، خویندو میندو ته یی د نوي پیل زیری ورکړی وای ان شآءالله ج.

  2. سلام
    ستا په هراړخیزه تاریخی معلومات به د اوه سین یا هفت سین برخه احترامانه ور زیاته کړم:
    سېب دسلامتی او تندرستی بیلګه
    سبزه د طراوت بیلګه
    سمنک دخیر اوبرکت بیلګه
    سرکه د همیشه والی بیلګه
    سیر یاهوږه ددرملو بیلګه
    سیکه د رزق او روزی
    او سماق دسختیو په مقابل کې دمقاومت بیلګه
    احسن التقویم

  3. معزز او منلی ح. ز. ساپی صاحب او ډېر ګران ورور شریف زاد صاحب السلام علیکم. ستاسو له هڅونې ډیره مننه.
    د قدرمن ساپی صاحب د درانه نظر په اړه ویلای شم چې : داسمنه ده چې ۱۴۰۴ل.کا سبا پیل کیږی، لا یوه ورځ پاتې ده. اما د زمانی سلسلې یو عجییب بحث دی. کله چې وررسیدونکی کال پام کی نیسی ظاهراً ښکاری چی سړی غلط شو یو کال یی زایات ووایه. موږ د احصاصئېې برخه کی دا ډول ډیری ستونزی هوارولی. شاګردانو به په نا پامی ویل شپیته یو په دوه تر دیرشو زیات دی!. یا به یی ویل شل فیصده پر مخللی یاستو، حال دا چی دابه ټول ناسم و. دلته د n+1 م خد مسله راځي. فیصدی کی نوی فیصده شل فیصه سل فیصده یو هم زیاتوالی (تزئید) نه دی بلکه له سلو ټیټ ټول تنقیص دی، اما سل یعنی ایله دپخوا په اندازه ، خو له سلو پورته بیا تزئیدددی. یو پو په دوه x2 نه دی بلکی ۵۰٪ ارائه کوی . په دی توکه زموږ د احصائیې والاوو له روزمره حطاب سره توافق نه وی. احصائیه کی موډ صرف یو عدد دی. هغه جنس او تولید یا د یو تولیدی جنس ځانګړی ډول(مادل) چې زیاترین فروش لری، خو خلک موډ قیمتی جنس ، لکس او نوی جنس ته وایی. زه وایم چی اوس کابل کی کندهاری خولی اوس موډ ده. شاید یو څوک راپوری وخاندی چی اوس اروپا او امریکا کی تر دی قیمتی او شکلی خولی شته. زه دوی سره موافق نه یم. نو دا یو څه توضیح ته اړتیا لری. کاشکې می نه جنجالی کولای . فقط ۱۴۰۳ مې لیکلی وای .

  4. سلامونه، پوهاند صیب وبښه زه د احصایی په دې قصو نپوهیدلم!
    مڼنه له توضيحاتو مو
    بیا هم فکر کوم اوس ۱۴۰۴ش.ه. دی او کال دا وخت به ان شا ءلله ۱۴۰۵ وي!!

    ستاسو جمله:”سږکال دا تحول زموږ د خوږ نبی حضرت رسول اکرم (ص) له هجرت څخه تر اوسه ۱۴۰۴کلونه تېر او دا دی ۱۴۰۵ م یې را دبره کیږي.)”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...