تاند【 دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد او ناسم وبلل ، چې دې وروستیو کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د استعفاء په تړاو خپاره شوي.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په دې تړاو رسنیو ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د استعفاء موضوع په کلکه رد او له حقیقت لرې وبلل.
قانع رسنیو ته خطاب کې هیله څرګنده کړې، چې حقایق وړاندې کړي او د هغو شایعاتو او پروپاګند له خپرولو ډډه وکړي، چې د عامه فکرونو د انحراف او تشویش سبب ګرځي.
سرچینه دا وضاحت داسې مهال خپروي، چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د استعفاء خبرونه خپاره شول.
خو تر څو ورځو تېرېدو وروسته دا راپورونه رد شول.
استعفاء یې کړې وه، خو ونه منل شوه، د طالبانو مشر یې استعفاء ځکه نه ده منلي چې ملا برادر په دوبۍ کې ورسره ژمنه کړې وه چې شیخ به یې نه خپه کوي. د استعفاء دوهم دلیل هم داوه چې د قبایلو وزارت یې هم د ده کورنۍ ته ورنکړ په داسې حال کې چې یاد وزارت د ظالبانو په لومړۍ دوره کې هم د جلال الدین حقاني سره و.خو اوس یې د دوئ لاس له هغه وزارته لنډ کړ.
نو باید د کورنیو چارو وزارت کې دی د یوه سمبول په توګه پاته شي. خو کیدای شي حقاني به نور دغه وزارت ته رانه شي او دلیل به ناورغې وړاندې کړې. لکه طیب اغا د استعفاء نه وروسته به په کور کرار پاته شي خو یوه معینه اندازه امتیازات به له حکومته اخلي.