Homeخبرونهد خبریال ملي ورځ، طالبان خپلو ګټو ته د ژمنو رسنیو او...

د خبریال ملي ورځ، طالبان خپلو ګټو ته د ژمنو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د طالبانو اطلاعات و کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، په هېواد کې د رسنیو وضعیت په ښه لوري روان دی.

نوموړي ویلي د هغو رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي چې د دوی او د طالبانو ګټو ته ژمن وي او دي.

بل لورته د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د خبریال ملي ورځې په مناسبت وايي، د طالبانو له تسلط وروسته په هېواد کې د رسنیو او بیان آزادۍ فضا په شدت محدوده شوې ده.

یاد سازمان د خبریال ملي ورځې په مناسبت د خبریالانو او خپلواکو رسنیو له حقونو د ملاتړ ترڅنګ د خوندیتوب او معلوماتو ته پر وخت لاسرسي ټینګار کړی دی.

د حوت ۲۷ مه د خبریال ملي ورځ داسې مهال راځي، چې طالبانو په هېواد کې پر بیان آزادۍ او د رسنیو پر خپلواکۍ بندیز لګولی دی.

افغان خبریالان هم له دې حالته ستړي او د خلاصون لار ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...