شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهپاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج د درولو په اړه د...

پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج د درولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړه

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】پاکستاني رسنۍ وایي، د کډوالو د جبري اېستنې په برخه کې حکومت په خپله پرېکړه جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د ای سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.

نن دوشنبه د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په یوه غونډه کې له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ بنده کړي او د یو منظم مېکانېزم له مخې افغانان هېواد ته ستانه کړي.

په ناسته کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتنه شوې، چې پر ګاونډیو هېوادونو، ځانګړې توګه پاکستان او ایران فشار راوړي، څو له افغان کډوالو سره له زور زیاتي لاس واخلي.

خو پاکستان افغان ناقانونه او ای سي سي کارټ لرونکو ته د روانې مارچ میاشتې تر پای نېټه ورکړې، چې په خپله خوښه ووځي، که نه د اپرېل له پیل سره سم د جبري اخراج لړۍ شروع کېدونکې ده.

پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ بندلو غوښتنه رد کړې، چې له څو میاشتې راهیسې یې په تورخم کې د جګړې، د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدو ادعاوو او نورو ستونزو له امله یې طالبانو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.

اوس د تازه راپورونو له مخې د تورخم دروازې د پرانیستې په موخه هوکړه شوې او ښایي سبا پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...