جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد تورخم دروازې په اړه هوکړه وشوه؛ ټاکل شوې سبا پرانیستل شي

د تورخم دروازې په اړه هوکړه وشوه؛ ټاکل شوې سبا پرانیستل شي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د ننګرهار د سوداګرۍ خونې او د افغان او پاکستاني سوداګرو د ګډې جرګې غړي عزیزالرحمن عرب ویلي چې، افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانیستلو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

عزیز الرحمن زیاته کړې چې، د لارې پرانیستلو په اړه دواړو لورو هوکړه کړې او ټاکل شوې نن ماښام د تورخم دواړه لوري د لارې پرانیستلو په اړه د ترتیباتو نیولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې ټاکل شوې د تورخم دروازه سبا د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.

کابو ۲۵ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې ده.

له دې امله، دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او هره ورځ سوداګر ملیونونه افغانۍ زیات ویني.

د دې دروازې په تړاو لومړنۍ جرګه بې پایلې شوې وه.

د تورخم دروازې د خلاصون په موخه نن افغان او پاکستاني سوداګر دوهمه جرګه کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...