تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس، شاکرالله ساپي رسنیو ته وویل، ټاکل شوې نن (دوشنبه، د کب ۲۷مه) ماسپښین، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستې په موخه تورخم ښارګوټي کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه، دویمه غونډه وشي.
ساپی وایي، دا غونډه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مشرۍ برابره شوې ده.
د نوموړي په وینا له افغان لوري به ٢٧ سوداګر او له پاکستاني لوري به ٣٧ سوداګر او قومي مشران په دې جرګه کې ګډون ولري.
دا درېیم ځل دی چې د تورخم دروازې د خلاصون په موخه د دوهمې جرګې خبرونه خپرېږي.
تر دې وړاندې دوه ځلې دا جرګه د نا معلوم دلیل له مخې ځنډېدلې وه.
وبه لیدل شي چې نن دواړه لوري د جرګې په ترسراوي بریالي کېدای شي که نه.
کابو یوه میاشت کېږي چې د تورخم دروازه پاکستاني لوري د هر راز تګ راتګ په موخه تړلې ده.
د دې دروازې پر سر دواړه لورو ترمنځ نښتې هم وشوې چې دواړه لورو مرګ ژوبله هم ولیده.
د یادې لارې تړل کېدو له امله هره ورځ دواړه غاړه سوداګر ملیونونه ډالر زیان ویني.