شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهګنډاپور؛ د کډوالو جبري اېستو په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکه...

ګنډاپور؛ د کډوالو جبري اېستو په اړه د پاکستان پر سیاست نیوکه وکړه

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې، دوی باید په جبري ډول له پاکستانه ونه ایستل شي.

ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي چې، د فدرالي حکومت سیاست د افغان کډوالو په اړه ناسم دی.

نوموړي ویلي هغه تګلاره چې پخوا د پاکستان له لوري غوره شوې وه، د بشري حقونو خلاف وه.

دا څرګندونې څو اونۍ وروسته له هغې کېږي چې پاکستاني حکومت د روانې مارچ میاشتې ۳۱مه د “ناقانونه کډوالو” او د افغان تابعیت لرونکو کارتونو لرونکو د پخپله خوښه وتلو وروستۍ نېټه وټاکله.

ګنډ‌اپور ټینګار وکړ چې هغه افغانان چې جرمي مخینه نه لري، باید پاکستان کې د اوسېدو اجازه ولري او ان د پاکستان تابعیت ورکړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې، ځینې افغان محصلان وایي، سره له دې چې د پاکستان په پوهنتونونو کې د نوي سمیسټر لپاره د زده کړو تایید ترلاسه کړی،خو په کابل کې د پاکستان سفارت ورته ویزې نه ورکوي.

له بلې خوا په پاکستان کې دېره افغان محصلان وايي چې ویزې یې نه تمدید کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...