جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد طالبانو ارګ؛ له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو له جبري...

د طالبانو ارګ؛ له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو له جبري اېستلو ډډه وکړي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۲۷مه】د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه کې د کډوالو پر ستونزو غونډه وکړه.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي چې، دې غونډه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د کمېټو فعالیتونو په لا ګړندي کېدو ترڅنګ کډوال سوداګرو ته په کور دننه د اسانتیاوو او د پانګونې فرصتونو په برابرېدو ټینګار وشو.

سرچینه زیاتوي چې په دې غونډه کې پر ګاونډیو هېوادونو غږ وشو، چې د کډوالو بېړني او جبري اېستلو څخه دې ډډه وکړي او د دواړو هېوادو په همغږۍ د یوه ګډ میکانیزم له مخې باید کډوال هېواد ته را ولېږدول شي.

یاد کمېسیون د کډوالو نړېوال سازمان، ملګرو ملتونو، اروپایې ټولنې او نورو نړېوال بنسټونو غوښتي، چې د افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو ګاونډیو هېوادونو د چارواکو د عاجلانه او ناعادلانه پرېکړو له کبله د هغوی حقوق پایمال او زیاتی ورسره ونه شي.

په غونډه کې پرېکړه شوې، چې خپلو امکاناتو ته په کتو به هڅه وکړي کډوالو ته په خپل کور کې د هوسا ژوند زمینه برابر کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې، بل لورته د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور هم د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پر پالیسۍ نیوکه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې، دوی باید په جبري ډول له پاکستانه ونه ایستل شي.

پاکستانی په ټینګار سره ویلي چې د مارچ تر ۳۱مې وروسته به له پاکستانه ټول غیرقانوني کډوال وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...