شنبه, اپریل 26, 2025
Home+په اوونۍ کې څو دقیقې ورزش مو د الزایمر له خطره ساتي

په اوونۍ کې څو دقیقې ورزش مو د الزایمر له خطره ساتي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۷ مه) نوې څېړنې ښيي چې حتی لږ فزیکي فعالیت هم د ذهنی زوال (هېره یا الزایمر) د رامنځته کېدو خطر خورا ډېر کمولی شي.

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون څېړونکو پر نژدې ۹۰،۰۰۰ لویانو (چې د عمر اوسط یې ۶۳ کاله و) په متوسط ډول په څلور کاله او ۴ میاشتې موده کې څېړنه وکړه. دوی وموندله چې حتی په اوونۍ کې څو دقیقې فزیکي فعالیت هم د دماغي روغتیا ساتنه کوي.

د څېړنې پایلې

د څېړنې پایلې ښيي چې په متوسط ډول یوازې ۳۵ دقیقې یا تر دې قوي ورزش د ذهنی زوال د خطر کچه تر ۴۱٪ پورې کمولی شي.

امال وانګاتونګا، چې د جانز هاپکینز پوهنتون اپیدیامیولوژیست (د ناروغیو د خپرېدو متخصص) او د دې څېړنې لیکوال دی، وايي:
«زموږ موندنې ښيي چې حتی که د ورځې یوازې ۵ دقیقې فزیکي فعالیت وشي، دا د زړښت پر مهال د ذهنی زوال خطر کمولی شي.»

د څېړنې طریقه

څېړونکو د ګډونوالو د فزیکي فعالیت د اندازه کولو لپاره ځانګړي لاس‌بندونه وکارول، بیا یې دا معلومات د ذهنی زوال له پېښو سره پرتله کړل. پایلې حیرانوونکې وې:

  • هغو کسانو چې په اوونۍ کې له ۳۶ تر ۷۰ دقیقو پورې یې ورزش کاوه، د آلزایمر خطر یې ۶۰٪ کم شوی و.
  • هغو کسانو چې له ۷۱ تر ۱۴۰ دقیقو پورې یې ورزش کاوه، د ذهنی زوال خطر یې ۶۳٪ کم شوی و.
  • هغو کسانو چې له ۱۴۰ دقیقو زیات یې ورزش کاوه، ۶۹٪ کمښت یې تجربه کړی و.

د دې څېړنې یوه مهمه موندنه دا وه چې حتی کمزوري زاړه خلک هم د لږ ورزش په وسیله د ذهنی زوال خطر کمولی شي.

ډاکټر وانګاتونګا وايي:
«دا پایلې ښيي چې حتی هغه زاړه چې په فزیکي لحاظ کمزوري دي، هم کولای شي د لږ ورزش په مرسته د ذهنی زوال خطر راکم کړي.»

د مغزي روغتیا او فزیکي فعالیت ترمنځ اړیکه

که څه هم جنیټیکي فکتورونه او خواړه هم د ذهنی زوال پر رامنځته کېدو اغېز لري، خو دا څېړنه بیا هم دا خبره تاییدوي چې دماغي روغتیا او ورزش له یو بل سره نژدې تړاو لري.

مطالعې ښيي چې منظم ورزش د مغز د هغو برخو اندازه ډېروي چې له زده کړې او حافظې سره تړاو لري.

ډاکټر وانګاتونګا زیاتوي:
«دا څېړنه د هغو زیاتېدونکو مطالعاتو یوه بله بیلګه ده چې ښيي، حتی لږ ورزش هم، په ځانګړې توګه د هغو ناروغیو لپاره چې لا یې علاج نشته، تر هیڅ غوره دی.»

—————————-

د دې څېړنې پایلې «د امریکا د طبي مرکزونو د مدیرانو ټولنې» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...