شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهافغان محصلان شکایت کوي چې پاکستان یې وېزې نه تمدیدوي

افغان محصلان شکایت کوي چې پاکستان یې وېزې نه تمدیدوي

تاند (دوشنبه. د کب/ حوت ۲۷ مه) ځینې افغان محصلان وایي، سره له دې چې د پاکستان په پوهنتونونو کې د نوي سمیسټر لپاره د زده کړو تایید ترلاسه کړی، په کابل کې د پاکستان سفارت ورته ویزې نه ورکوي.

له بلې خوا په پاکستان کې دېره افغان محصلان وايي چې ویزې یې نه تمدید کېږي.

محصلتن وايي چې په تېرو څلورو میاشتو کې، سفارت نه نوي محصلانو ته او نه هم اوسنیو محصلینو ته ویزې ورکړي دي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې اړوندې ادارې له دوی څخه غوښتنه کړې چې د ویزې د تمدید لپاره دې په کابل کې د پاکستان سفارت ته مراجعه وکړي.​

افغان محصلان د دې وضعیت له امله اندېښمن دي چې ښایي په نوي سمیسټر کې له زده کړو پاتې شي. پخوا به دوی د خپلو پوهنتونونو د تاییدیې د وړاندې کولو له لارې د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې خپلې ویزې تمدیدولې.​

دوی وایي چې د ویزې د ستونزې د حل لپاره یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو ته مراجعه کړې، او طالبانو ورسره ژمنه کړې چې له پاکستاني چارواکو سره به خبرې وکړي، خو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ترلاسه شوې.​

د افغان محصلانو دا ستونزې په داسې حال کې راپورته شوي چې د “ډیورنډ کرښې” په اوږدو کې ترینګلتیاوې زیاتې شوي او د تورخم لاره د پاکستان له لوري په یو اړخیز ډول له درېیو اوونیو راهیسې بنده ده. محصلان له دې حالته ناخوښ دي او ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات باید د محصلانو په چارو کې خنډ نه شي.​

تر اوسه، نه د طالبانو حکومت او نه هم په کابل کې د پاکستان سفارت په رسمي توګه د افغان محصلیانو د ویزو د ځنډ په اړه څه ویلي دي.​

پاکستان هر کال افغان محصلانو ته بورسونه ورکوي او هغوی په بېلابېلو پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره مني.​

پاکستان پخوا ګیله لرله چې د افغانستان حکومتونه خپل محصلان هند ته لیږي خو دغه هیواد ته یې نه لیږي خو اوس چې افغان محصلان پاکستان ته استول شوي، د اسلام اباد حکومت هغوی ته د وېزې د نه تمدید په شان ستونزې جوړوي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اختلافات او د تاسیساتو جوړول د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اختلافاتو ته لاره هواره کړې ده. دواړه لوري هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې دا ستونزې حل او لاره بېرته پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...