جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی. له ښوونځي پرته نور اخځ هم ورته کافی اندازه نه لرو. په پوهنتونو کې مو هم په ملي ژبه درسي مواد اومُمدر درسي ډېر کم دي. جغرافیه موږ ته زموږ کلی، زموږ ښار. زموږ هیواد، زموږ لویه وچه او آن ټوله نړۍ راپېژني. نن ورځ له سیاسی، طبیعی، اقتصادی، اقلیمی… جغرافیا بحث کیږي. د دې مانا دا ده چې دغه علم ډیره پراختیا موندلې ده. داقتصاد پوهنځی کی؛ په تېره بیا منطقوی اقتصاد کې جغرافیې او د نړۍ د خیوادونو پېژندنې ته ډېره اړتیا وه. دغه پوهنځي کې منطقوی اقتصاد یوه نوی، خو ډېرضروري مضمون و، سم چې دا مضمون نصاب کې شامل شو، تدریس یې زما په غاړه شو. درسي کتاب مو د ټاکل شوی نصاب سره تالیف کړ، خو لا زیاتو معلوماتو او نورو منابعو ته اړتیا وه. له نیکه مرغه ښاغلي احسان الله ارینزي صاحب دې برخه کې د پنځو وچو لپاره جلا جلا کتابونه لیکلي چې ټول په پښتو او دری په دري فارسي خپاره شوي دي.
د دې کتابو لیکل او د دې لړۍ پیل له ۱۳۸۰ل. کال څخه شوی دی. لومړی ټوک (آسیا- پښتو) په ۱۳۸۰م. کې بشپړ او په ۱۳۸۱ل. کال نشر شو. دا سلسله ټوله ( د نړئ هېنداره) نومي چې پنځه برخې لري: سیا، اروپا، امریکا، اقیانوسیه یا استرالیا او افریقا، چې هر مجلد له دوو څخه تر څلور ځله پورې نشر شوی دی.
۱: د نړۍ هېنداره، لومړى ټوك، آسيا. د اسيايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، 1379هـ ش(2000 م)، پېښور. دويم چاپ1382 هـ ش (2003م)، پېښور. دريېم چاپ د الازهر خپرندويه ټولنه، 1391 هـ ش (2012م) او څلورم چاپ الازهر خپرندويه ټولنه 1391 هـ ش (2012م). كابل
۲: د نړۍ هېنداره، دويم ټوك، افريقا. د افريقايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، 1380 هـ ش(2001 م)، پېښور. دويم چاپ1383 هـ ش (2004م)، پېښور. درېيم چاپ 1391 هـ ش (2013 م)، كابل، الازهر خپرندويه ټولنه.
۳- د نړۍ هېنداره، درېيم ټوك، استراليا. د اوقيانوسيه سيمې د هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، 1382 هـ ش (2003 م)، پېښور. دوهم چاپ 1392 هـ،ش(2013 م)، الازهر خپرندويه ټولنه، كابل.
۴: د نړۍ هېنداره، څلورم ټوك، اروپا. د اروپايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز، 1384 هـ ش (2006 م)، پېښور. دویم چاپ 1383هـ.ش (2014- دسمبر)، الازهر خپروندویه ټولنه، کابل.
۵- د نړۍ هېنداره، پنځم ټوك، امريكا، د امريكايي هېوادونو طبيعي، بشري، اقتصادي او تاريخي جغرافيه، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز، 1386 هـ ش (2006م)، پېښور. دویم چاپ 1384هـ.ش (2015- دسمبر)، الازهر خپروندویه ټولنه، کابل.
په کال ۲۰۱۵ کې د دې لوی کتاب د دري ژباړې او د معلوماتو او ارقامو د نوي کېدو کار پیل شو، چې درې ټوکه يې خپاره شوی دی:
۱- آسیا، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اسبا، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، 1396 هـ ش ((2017، کابل.۱۸۰۰ مخه،
۲ – اروپا، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اروپا، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، 1398 هـ ش ((2019، کابل، ۱۲۹۰ مخه،
-۳ اقیانوسیه، جغرافیای طبیعي، بشري، سیاسي، اقتصادي و تاریخي کشور های اقیانوسیه، چاپ اول، موسسه انتشارات الازهر، 1399 هـ ش ((2019، کابل، ۳۵۰ مخه،
د دې لړئ څلورم کتاب یعني افریقا په ۱۳۰۰ مخه کې بشپړ دی؛ خو د چاپ انتظار باسی او په پنځم یا امریکا به وروسته کار کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې کتاب د اسیا او اروپا برخې ارواښاد محمد طاهر محبت خدری او دری نور استاد واکمن احمد شاکر دري ته ژباړلي دي.
ښاغلی ارینزي د نړیوالو ټولنو کتاب ( د نړۍ د سياسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي ټولنو پېژندګلوي) هم تالیف کړی دی، چې خصوصاً د نړیوالو موسساتو افغان کارکوونکو، دبهرنیو چارو اود اقتصاد وزارت ځوانو کارکوونکو او د حقوقو، اقتصاد او عامه اداری محصلانو او په مجموع کې دعلم او پوهې ټولو مینه والو ته ګټور او په زړه پورې دي. دا کتاب ننګرهار پوهنتون په کال کې 1401 هه ش( 2022م) کې د Afghananic مشر ډاکتر یحیی وردګ په ځانګړې پاملرنه او مرسته نشر او د هیواد ټولو پوهنتونونو ته وړیا ویشلی دی.
د افغانستان محصلان چې انترنیت ته ډېر لږ لاسرسی لري، دا ډول کتابونه ورته ډیر اهمیت لري. هیله ده چې جرمني دولت او افغانیک د پخوا په شان داسې همکاریو ته دوام ورکړي، په تېره بیا د پوهنتونو کتابونه د افغانستان لپاره یو اشد ضرورت دی.