Home+په دې ورځ دوهم ویتوریو امانویل د ایټالیا پاچا شو

په دې ورځ دوهم ویتوریو امانویل د ایټالیا پاچا شو

تاند(پنجشنبه/مارچ ۱۷) له نن څخه 164 کاله پخوا د ۱۸۶۱ ع کال د مارچ په همدې ورځ (۱۷) په ایټالیا کې یوې ملي شورا د ایټالیا د (پیه مونتې او ساردینا) پاچا دوهم وینوریو امانویل د ټول هیواد پاچا غوره کړ.

د امانویل ټاکنه په افغانستان کې د لوی احمدشاه بابا ټاکنې ته ورته وه .هغه هم د خلکو د استازو او مشرانو له لوري غوره شوی وو کنې تقریباً ټول پاچهان یا په زور واک ته رسېدلي یا پاچهي په میراث ورته پاته شوې ده.

د امانویل له غوره کېدو سره پر ایټالیا د فرانسې نفوذ پای ته ورسېد.

که څه هم ایټالیايي ملتپالو هیله لرله چې د پیې او ساردینا پاچا کارلو البرتو د دوی پاچا شي خو ده د ۱۸۴۹ کال د مارچ په ۲۳ مه په نوارا سیمه کې د اتریش د امپراتورۍ له قومندان فیلډ مارشال رادڅکي څخه ماته وخوړه او په دې پوی شو چې په یوازې سر اتریش د ایټالیا له خاورې وباسي او د ایټالیا ټاپوګان سره یو لاس کړي.

دوهم ویتوریو امانویل بریالی شو چې د فرانسې د امپراتور درېم ناپلیون ملاتړ ترلاسه کړي.د درېم ناپلیون له ماتې وروسته دوهم ویتوریو امانویل روم ښار د پاپ له منګولو ازاد کړ او روم  یې د ایټالیا پلازمېنه وګرځاوه.

ده په ډېرې هوښیارۍ او ذکاوت سره د ایټالیا څو ټوټې شوی هیواد، چې شمالي برخې یې د اتریش د امپراتورۍ په ولکه کې وې، سره یو موټی کړ او په خپله د ټولې ایټالیا پاچا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...