تاند (سه شنبه د کب – حوت ۲۶مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل ښار د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځي رژیم بریدونه وغندل.
کرزي پر خپله خواله رسنیو لیکلي چې، پاکستاني هوايي ځواکونو یو وار بیا د یوه روغتون په ګډون پر ولسي مېشت ځایونو بریدونه کړي چې مالي او ځاني زیان یې اړولی.
کرزي ویلي، که پاکستان د ځان او د سیمې د ثبات غوښتونکی وي نو په خپلو ناسمو تګلارو دې له سره کتنه کړي.
دا غبرګون داسې مهال ښودل کېږي چې، د پاکستان پوځي رژیم نن دوشنبه ماسښتن په کابل کې د روږدو پر روغتون هوایي برید وکړ او د وروستیو مالوماتو له مخې په دې برید کې سلګونه روږدې کسان مړه او ژوبل دي.
د یاد روغتون د رئیس رسنیو ته ویلي چې، په دې روغتون کې تر ۲۰۰۰ زره روږدې تر درملنې لاندې وو چې، سلګونه کسان په کې مړه او ټپيان دي.
د مرګ ژوبلې ارقام لا وروستي شوي نه دي خو یوې امنیتي سرچینې بیا تاند ته وویل چې، په روغتون کې مېشت هېڅوک ژوندي نه دي پاتې.
له دې ور اخوا د پاکستان پوځي رژیم په ننګرهار کې هم عامه ځایونه په نښه کړي خو لا یې د مرګ ژوبلې ارقام نه دي ورکړل شوي.