تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۲۵ مه) پاکستاني جنګي الوتکو نن شپه (دوشنبې) یو وار بیا په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې بمباري وکړه او ورپسې له څو ځایونو د الوتکو د غورځېدلو بمونو د چاودنو غږونه واورېدل شول.
د کابل ښار اوسېدونکو ویلي چې له چاودنو لږ وروسته یې د کابل د لوېدیځ په ځینو سیمو کې جنګي الوتکې لیدلي چې په تیټه ارتفاع الوتلې.
د ښار څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې د کابل په پنځمه ناحیه کې لږ تر لږه یې دوې چاودنې اورېدلي دي.
دوی همداراز وویل چې له لاندې افغان ځواکونو پر الوتکو ډزې ورکړې او هغوی یې مجبوره کړې چې ارتفاع لوړه کړي او بېرته د پاکستان لور ته لاړې شي.
یوې سرچینې تاند ته ویلي چې په روغتون کې ۲۰۰ معتاد ناروغان بستر وو او باور لري چې اکثره یې وژل شوي دي.
یوې بلې دولتي سرچینې د نوم د نه ښوړولو په شرط تاند ته وویل چې پهخ بمباري شوې ساحه کې شاوخوا ۵ زره معتادان اوسېدل او د بمبارۍ له کبله ښايي سلګونه تنه وژل شوي یا ټپیان شوي وي.
له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه او د بیړنیو مرستو موټرونه سیمې ته روان شول څو وضعیت وڅېړي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تېري په غبرګون کې وویل چې پاکستان د افغانستان د فضايي حریم سرغړونه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي:
«د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د افغانستان فضايي حریم نقض کړی او په کابل کې یې د مخدره موادو د درملنې پر روغتون برید کړی چې له امله یې هغه معتادان وژل شوي او ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې وو.»
تر دې وړاندې د یکشنبې په شپه هم پاکستاني الوتکو په کندهار کې د معتادانو یو درملځی بمباري کړی و خو د چارواکو په وینا د بمبارۍ په مهال په درملځي کې څوک نه و ځکه چا ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه.
له بلې خوا له ننګرهار ولایت څخه راپورونه وايي چې پاکستاني الوتکو په غني خېل ولسوالي کې پر یوه جومات بمباري کړې ده، ځینو پاکستاني پلوه رسنیو ویلي چې په غني خېلو کې پر یوه پوځي مرکز بمباري شوې ده،
چې نه یې زور لرئ او نه یې مخه نیولی شئ او نه همدا شان انتقام اخستلی شئ نو بیا ولې پرې بیګناه افغانان وژنۍ. دومره پیسې خو د ګمرکونو، مالیو عشرونو او ۴۰ میلونه د امریکا درته راځي تاسو نشئ کولی چې رادار، دفاعي سیستم او دافع هوا جوړ کړئ یا جیټ واخلئ؟ بل مو هغه شرمونی مشر تر اوسه نه غندنه وکړه او نه یې د جهاد اعلان وکړ نو بیا چې مملکت چلولی نه شئ پریږدئ. د خلکو شک دی چې تاسو د پاکستان سره په شریکه دا حملې طرح کړي ځکه پاکستان د سعودي سره دفاعي تړون لاسلیک کړی او د هغې په حساب باید پاکستان د ایران په مقابل کې د سعودي سره ودریږي خو د تړون یوه ماده داده که کوم طرف په جنګ کې ښکیل وي نو بیا اړ ندی چې د بل دفاع وکړي، ددې نه داسې ښکاري چې پاکستان د سعودي، امریکا او اسرایل د ویرې تاسو سره دا پلان جوړ کړی. که دا کار رښتیا وي نو تاسو ډیر پست او رزیل خلک یاست او بل شک دادی چې ستاسو غایب مشر تر اوسه د پاکستان حملې نه غندلي او نه یې کوم نظر ورکړی.
دا چټل د امریکا په ډالرو او د سی آی اي ستر جاسوس خلیلزاد تر کنترول لاندی د پنجابی پاکستان له خوا تربیه شوی چړیان د پنجابی پاکستان او امریکا تر هدایت لاندی د افغان ملت تهدابی وژنی او تباهی باندی لګیا دی ددی چټلو خیټور خرڅ شوی د روسی تربیه شوو کفارو کمونیستانو او د غلیسی امریکا او منافق اخوندی ایران له خوا دا رنګا رنګو تربیه شوو وحشیانو قاتلانو او چورکوونکیو وحشت ولیدۍ شو امید دی چی افغان غیرتی ملت د پنجابی فریبی طالبی ساختګی لقب ورکولو باندی ژر پوه شی او دا خیټور خچنی قادیانی ږیرو پر ضد راپورته شی !!!!!
ددی ورځی د هلو ځلو مثبتی نتیجی په امید !!!!