د انرژۍ د زیرمو د مدیریت سیاست، او د نړیوال نظم د سرچینو بدلون
لیکنه: محمد خالد وردګ
لنډیز
د ایران او امریکا/اسرائیل تر منځ شخړه عموماً د اټومي پروګرام، سیمهيیز نفوذ او امنیتي رقابت په چوکاټ کې تشریح کېږي، خو د دې بحران ژوره معادله د نړیوال انرژۍ بازار، د سمندري چیکپاینټونو کنټرول، د ډالر-محور مالي نظم، او د ستراتیژیکو سرچینو د سیالۍ سره تړلې ده. د هرموز تنګی د نړۍ د نفتو له تر ټولو مهمو ترانزیټي لارو څخه دی چې شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت په ورځ ترې تېرېږي، او د نړیوال مصرف نږدې پنځمه برخه جوړوي. په همدې حال کې چین د ایران له مهمو نفتو پېرودونکو څخه دی، او د بندیزونو تر فشار لاندې د انرژۍ بدیل بازارونه رامنځته شوي دي. دا مقاله استدلال کوي چې د ایران او امریکا/اسرائیل تقابل باید یوازې د امنیتي / اټومي بحران په توګه ونه ارزول شي، بلکې د انرژۍ، اسعارو، ترانزیټ او طبیعي زیرمو د مدیریت نړیوال جیو-اقتصادي نظم په چوکاټ کې تحلیل شي.
۱. سريزه
په معاصر نړیوال سیاست کې جګړې یوازې په پوځي میدان کې نه تعریفېږي. د جګړې اقتصادي، صنعتي او مالي اړخونه اکثره د هغې له پوځي اړخونو څخه هم مهم تمامېږي. د ایران او امریکا/اسرائیل تر منځ روان تقابل هم داسې یوه قضیه ده چې د پوځي رقابت تر څنګ د انرژۍ د نړیوال بازار، د سمندري لارو د کنټرول، او د ستراتیژیکو سرچینو د مدیریت له لویې معادلې سره تړاو لري.
په ځانګړي ډول د هرموز تنګي موقعیت، د ایران د انرژۍ لویې زیرمې، او د چین د انرژۍ د وارداتو اړتیاوې دا بحران د نړیوال اقتصاد له بنسټیزو متغیرونو سره نښلوي.
۲د ایران اټومي بحث او د امریکا استخباراتي ارزونې
د ایران د اټومي پروګرام موضوع د ایران او امریکا/اسرائیل تر منځ د شخړې له مهمو امنیتي او سیاسي محورونو څخه ده. خو د امریکا د استخباراتي ټولنې د ۲۰۲۵ کلنۍ ارزونې له مخې، د امریکا رسمي ارزونه دا ده چې استخباراتي ادارې په دوامداره ډول څاري چې ایا ایران به د اټومي وسلو پروګرام د بیا فعالولو سیاسي پرېکړه وکړي او که نه (ODNI 2025). په دې ارزونه کې د «ممکنه تصمیم» د څارنې خبره شوې، نه دا چې ایران دا مهال فعاله اټومي وسله جوړوي. دا ژبه په خپله ښيي چې د امریکا رسمي استخباراتي دریځ د یو بالقوه خطر د څارنې پر بنسټ ولاړ دی، نه د یو ثابت او فوري ګواښ پر اعلان.
په همدې حال کې د امریکا په سیاسي نظام کې هم د ګواښ د کچې په اړه بحثونه موجود دي. د سنا د استخباراتو د کمیټې مشر سناتور مارک وارنر ویلي چې د ایران له لوري د «فوري ګواښ» لپاره روښانه استخباراتي شواهد نه دي وړاندې شوي. همداراز سناتور جون اوساف او سناتور امی کلوبوچار هم له اجرائیه ادارې څخه د جګړې د توجیه په اړه د لا روښانه معلوماتو غوښتنه کړې ده. دا اختلافات ښيي چې د امریکا د سیاسي او امنیتي نهادونو په دننه کې هم د ګواښ د کچې په اړه بشپړ اجماع نشته.
د دې بحث اهمیت هغه وخت لا زیات څرګندېږي کله چې وروستیو پوځي پېښو ته وکتل شي. د ۲۰۲۵ د جون له ۱۳ تر ۲۴ پورې د ایران، اسراییل او امریکا تر منځ شاوخوا دولس ورځنۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې یې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو لکه فردو، نطنز او اصفهان سخت هوايي بریدونه ترسره شول. وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې دغه تاسیسات «په بشپړ ډول له منځه وړل شوي» دي. که دا ادعا دقیق وي او د ایران د اټومي پروګرام بنسټیز زیربنا واقعاً له منځه تللې وي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې د ایران د اټومي ګواښ مسئله به په راتلونکو شخړو کې تر کومه حده د جګړې د اصلي محرک په توګه پاتې شي.
په بل عبارت، که د اټومي ظرفیت د له منځه وړلو ادعا سمه وي، نو د شخړې دوام یوازې د اټومي مسئلې په چوکاټ کې تشریح کول ستونزمن کېږي. دا تحلیلي تضاد د دې احتمال ته اشاره کوي چې د شخړې تر شا نور ژور جیوپولیټیک او جیو-اقتصادي عوامل هم موجود دي، لکه د انرژۍ د زیرمو او د لارو کنټرول، د سیمې د قدرت توازن، او د نړیوال انرژي بازار ستراتیژیک رقابت. له همدې امله د ایران د اټومي پروګرام بحث باید یوازې د امنیتي ګواښ په توګه ونه ارزول شي، بلکې د هغه پراخ جیو-اقتصادي او ستراتیژیک چاپېریال په دننه کې تحلیل شي چې د منځني ختیځ د شخړو اساسي چوکاټ جوړوي.
۳. د انرژۍ زیرمې او د سرچینو جیوپولیټیک
ایران د نړۍ له مهمو انرژۍ لرونکو هېوادونو څخه دی. د نړیوالو ارزونو له مخې ایران د نفتو د ثابتو زیرمو له مخې د نړۍ له سترو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او د طبیعي ګازو له پلوه هم دوهم لوی زیرمه لرونکی هېواد ګڼل کېږي (EIA 2024؛ OPEC 2024).
همدا انرژي موقعیت د ایران جیوپولیټیک اهمیت څو چنده زیاتوي. کله چې د نړۍ یو مهم انرژي تولیدونکی هېواد د نړیوالو بندیزونو، پوځي فشار او سیمهییزو شخړو په مرکز کې واقع شي، د نړیوال انرژۍ بازار او د نړیوال اقتصاد ثبات مستقیم اغېزمنېږي.
۴. هرموز تنګی: د نړیوال اقتصاد حساس چیکپاینټ
هرموز تنګی د نړیوال انرژۍ له مهمو سمندري چیکپاینټونو څخه دی. د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې د ارزونو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې هره ورځ شاوخوا ۲۰ میلیونه بېرله نفت او نفتي مایعات له همدې لارې تېرېدل (EIA 2025).
دا د نړۍ د نفتو د مصرف نږدې پنځمه برخه جوړوي. له همدې امله د هرموز تنګي هر ډول اختلال نه یوازې د خلیج د هېوادونو صادرات اغېزمنوي، بلکې د نړیوالو بازارونو قیمتونه، بیمه، سمندري ټرانسپورټ او صنعتي تولید هم اغېزمن کوي.
۵. چین او ایران: د انرژۍ اړیکې
چین د نړۍ تر ټولو لوی وارداتي نفتو بازار دی. د وروستیو سوداګریزو اټکلونو له مخې چین په ۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول شاوخوا ۱.۴۸ میلیونه بېرله په ورځ له ایران څخه نفت اخیستی دی، چې د هغه د بحري وارداتو شاوخوا ۱۴ سلنه جوړوي (Columbia Energy Policy Center 2025).
په ۲۰۲۵ کال کې هم چین د ایران له مهمو پېرودونکو څخه پاتې شوی دی. د بندیزونو تر فشار لاندې د ایران، روسیې او وینزویلا نفت د چین لپاره د ارزانه انرژۍ یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.
دا حالت د نړیوال انرژۍ بازار د یوې نوې شبکې نښه ده چې ځینې وختونه د بندیزونو له رسمي مالي سیستم څخه بهر فعالیت کوي.
۶. پټرودالر او د نړیوال مالي نظم بُعد
د نړیوال نفتو تجارت له څو لسیزو راهیسې په لویه کچه د امریکا د ډالر پر اساس ترسره کېږي. دا سیستم چې اکثره د “پټرودالر” په نوم یادېږي، د امریکا د نړیوال مالي نفوذ له مهمو ستنو څخه دی. د نړیوالو مالي مطالعاتو له مخې ډالر لا هم د نړیوالو مالي ذخایرو، سوداګرۍ او مالي معاملاتو اصلي ارز پاتې شوی دی (Federal Reserve 2025؛ CFR 2024).
خو د بندیزونو لاندې ځینې انرژي صادرونکي هېوادونه هڅه کوي چې د انرژۍ تجارت د بدیلو اسعارو یا مالي شبکو له لارې ترسره کړي. دا تحول د نړیوال مالي نظم د تدریجي بدلون بحث پیاوړی کړی دی.
۷. روسیه او د انرژۍ د قیمتونو اغېز
که د هرموز تنګي د امنیت په اړه بې ثباتي زیاته شي، نړیوال بازار بدیلو عرضه کوونکو ته مخه کوي. روسیه په دې حالت کې نسبتي امتیاز لري، ځکه د هغې انرژي صادرات د هرموز له تنګي نه تېرېږي. لوړې نړیوالې بیې د روسیې د انرژۍ عواید زیاتوي، او دا عواید د روسیې د جګړهييز اقتصاد لپاره مهم مالي سرچینه ګرځېدای شي.
۸. د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه: امنیتي پلمه که ستراتیژیک اهداف؟
د افغانستان د امنیتي وضعیت په تحلیل کې د پاکستان رول تل یو مهم او جنجالي بحث پاتې شوی دی. په وروستیو کلونو کې، پاکستان په کراتو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بریدونه کړي؛ خو په دې وروستیو کې دغه لړۍ د یوې نااعلان شوې جګړې بڼه غوره کړې ده. پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغانستان پداسې حال بی رحمانه بمبارۍ کوي چې دفاعي او هوايي سیسټم نه لري، چې په پایله کې یې ډېری وخت عامه بنسټونه، تجارتي تاسیسات او د ملکي خلکو کورونه په نښه کېږي. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر افغانانو، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیتي پلمې سیاست
اسلاماباد دا عملیات معمولاً د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد د اقداماتو په توګه توجیه کوي. د پاکستان رسمي دریځ دا دی چې هدف یې یوازې هغه وسلهوالې ډلې دي چې د دوی پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
خو د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه جدي پوښتنې او نیوکې شتون لري:
- ملکي تلفات: د یوناما (UNAMA)، خپلواکو نړیوالو ژورنالیستانو او ځايي سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې د نظامي اهدافو پر ځای ډېری وخت بېګناه ملکیان قرباني کېږي.
- د ملکي شتمنیو ویجاړول: کرنیزې ځمکې او د خلکو د اوسېدو کورونه چې د جګړې له ډګر څخه لرې دي، په نښه شوي دي. دا واقعیت د پاکستان دا ادعا تر پوښتنې لاندې راولي چې ایا دا بریدونه واقعاً یوازې د وسلهوالو ډلو پر ضد دي که هدف بل څه دی؟
جیوپولیټیک محاسبې او اقتصادي خنډونه
سیاسي شنونکي په دې باور دي چې دا کړکېچ یوازې په TTP پورې محدود نه دی. د افغانستان پر خاوره تکراري بمبارۍ او فرضي کرښې په اوږده کې فشارونه کېدای شي د یوې پراخې جیوپولیټیکې لوبې برخه وي. په همدې چوکاټ کې د چین د پانګونې هڅې ځانګړې معنا پیدا کوي. چین چې د نړۍ تر ټولو لوی صنعتي اقتصاد او د منرالو لوی مصرف کوونکی هېواد دی، هڅه کوي د خامو موادو اوږدمهاله سرچینې خوندي کړي. د افغانستان د مس عینک پروژه، چې د چینايي MCC شرکت له خوا ترلاسه شوې ده، د همدې ستراتیژۍ یوه بیلګه ګڼل کېږي. دا پروژه د چین د پراخې اقتصادي ستراتیژۍ سره هم تړاو لري چې د Belt and Road Initiative په چوکاټ کې د انرژۍ، ترانزیټ او منرالو د نړیوالو شبکو جوړولو هڅه کوي.په دې تحلیل کې داسې احتمالات مطرح کېږي:
- د ثبات مخنیوی: د افغانستان د امنیتي بېثباتۍ دوام د دې لامل کېږي چې چین له افغانستانه د بې امني په لحاظ ووځي او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او د طبیعي زیرمو د استخراج مخه ونیول شي.
- سیمهییزه سیالي: یو ناارامه افغانستان د سیمې د قدرتونو لپاره دا فرصت برابروي چې خپلې ستراتیژیکې سیالۍ ته دوام ورکړي.
د ایران له قضیې سره مقایسه
دا وضعیت د ایران له موضوع سره د پرتلې وړ دی؛ لکه څنګه چې هلته د “اټومي وسلې” موضوع د نړیوال فشار او بندیزونو لپاره د یوې مرکزي پلمې په توګه کارول کېږي، دلته د افغانستان په قضیه کې د “TTP” مسئله د بمباریو او نظامي یرغلونو لپاره د یوې سیاسي او نظامي توجیه په توګه کارول کېږي. دا مقایسه ښيي چې په نړیوال سیاست کې امنیتي پلمې کله ناکله د سترو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کارول کېږي.
پایله
د ایران او امریکا/اسرائیل تقابل یوازې د امنیتي یا اټومي شخړې په توګه نه شي تشریح کېدای. دا بحران د نړیوال انرژۍ بازار، د سمندري ترانزیټي لارو، د چین د انرژۍ امنیت، د روسیې د انرژۍ عوایدو، او د نړیوال مالي نظم له معادلو سره ژور تړاو لري. همدا راز د افغانستان د امنیتي وضعیت درک یوازې د یوې وسلهوالې ډلې (TTP) په چوکاټ کې ممکن نه دی. دا وضعیت د سیمهییزو رقابتونو، د اقتصادي منابعو د کنټرول، د ترانزیټي لارو د اهمیت او د جیو-اقتصادي محاسبو د یوې لویې معادلې برخه ده. تر هغه چې دا ټول عوامل په هر اړخیزه توګه ونه ارزول شي، د افغانستان د روان کړکېچ بشپړ تصویر نشي ترلاسه کېدای. له همدې امله د دې جګړې تحلیل باید د جیو-اکانومیک چوکاټ په دننه کې وشي. په دې چوکاټ کې انرژي، ترانزیټ، اسعار او طبیعي زیرمې هغه اساسي عوامل دي چې د نړیوال سیاست په جوړښت کې مهم رول لوبوي.
Bibliography
Columbia Center on Global Energy Policy. 2025. Where China Gets Its Oil: Crude Imports and Global Supply Dynamics.
Council on Foreign Relations. 2024. The Dollar: The World’s Reserve Currency.
Energy Information Administration (EIA). 2024. Country Analysis Brief: Iran.
Energy Information Administration (EIA). 2025. Strait of Hormuz Remains the World’s Most Important Oil Transit Chokepoint.
Federal Reserve. 2025. The International Role of the U.S. Dollar.
Office of the Director of National Intelligence (ODNI). 2025. Annual Threat Assessment of the U.S. Intelligence Community.
OPEC. 2024. Annual Statistical Bulletin.
United States Geological Survey (USGS). 2023. Mineral Resources of Afghanistan.