نن د جون ۱۴ مه د نامتو هنرمن احمدظاهر له ۴۵ تلین سره برابره ده. احمد ظاهر د ۱۹۴۶ د جون په ۱۴ مه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ د جون په ۱۴ مه وفات شوی دی. د ښاغلي نایبي لیکنه د دغه ستر هنرمن په یاد بیا خپروو.
عبدالعزیز نایبي
چې د «احمدظاهر» د مرګ خبره شي نو ماته د انګلستان د شهزادګۍ «دیانا فرانسس» د وژل کیدو قضیه سترګو ته ودریږي. د دواړو د مرګ دوسیې د ترافیکي پېښو په نوم تړل شوي دي. نړۍ کې د ګڼ شمېر خلکو انګېرنه دا ده چې شهزادګۍ دیانا د سلطنتي کورنۍ له خوا وژل شوې ده. دیانا له شهزاده «چارلس» نه د طلاق تر اخیستو وروسته غوښتل له «دودي الفاید» نومي سره واده وکړي؛ هغه څه چې د انګلستان د شاهي کورنۍ برم ته یې زیان رساوه، په تېره بیا چې ویل کیده هغه له دودي څخه اُمیدواره شوې ده. د شهزادګۍ دیانا د سورلۍ موټر په پاریس کې د تونل له یوه دیوال سره ټکر کړی و چې هغه پکې وژل شوې وه. احمدظاهرهم په ظاهره یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی، د هغه د سورلۍ موټر د سالنګ د لارې په اوږدو کې د سړک د غاړې د پله له یوه دیوال سره لګیدلی و چې په موټر کې له سپرو کسانو څخه یوازې دی مړ شوی و.
د خلک دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ په لومړیو کې، د تېرو دورو د مامورینو، اشرافي کورنیو، لویو مځکه والو او په اصطلاح فیوډالانو ورځ ترخه وه؛ څوک مهاجر شول، څوک ووژل شول او چا هم په وېره کې ژوند تېراوه. د احمدظاهر پلار ډاکتر عبدالظاهر د شاهي درباره منلی کس وو؛ هغه د پاچا ځانګړی طبیب وو چې د سفارت، وزارت او صدارت تر څوکېو پورې یې کار کړی وو. په دې حساب دې کورنۍ هم چندان د کرارې ژوند نه درلود.
«احمدظاهرغوښتل له افغانستانه ووځي، د پاسپورت لپاره یې عریضه کړې وه، حفیظ اله امین ورته ویلي وو که چیرې خپله دی ځي نو میرمن دې پاتې شي، او که هغه ځي دی دې پاتې شي.»(محبوب اله – پاچا)
د احمدظاهر ملګري صمد دار دارهم ویلي چې احمدظاهر یوځل ایران کې د هغه یو دوست ته ورغلی وو څو بهر ته د تګ کومه لار ور وښيي. احمد ظاهر نوموړي کس ته ویلي وو چې کابل ته ځي اوخپله میرمن راولي، خو د هغه راز افشا کیږي او د ایران تګ ترې پاتې شي.
د احمدظاهر د مرګ په اړه د هغه د پلار ډاکتر عبدالظاهر سکوت هم پوښتنې پیدا کړيدي. ځینې په دې باور دي چې ډاکتر عبدالظاهر له وېرې د زوی د مرګ سبب چې د تومانچۍ په ګولۍ ویشتل شوی، کوم ځای نه ده یاد کړې. کله چې مړژاندی احمدظاهر روغتون ته رسول کیږي د هغه پلار ډاکتر عبدالظاهر ته خبر ورکول کیږي چې احمدظاهر ټپي شوی دی، هغه چاریکارو ته ورځي، خو روغتون کې د احمدظاهر د لیدو اجازه نه ورکول کیږي، ډاکترعبدالظاهر ته ویل کیږي چې احمدظاهر تر عملیات لاندې دی او ژر یې کابل ته لېږدوي، هغه هم ټینګار نه کوي او بېرته کابل ته ستنیږي.
د صمد دار دار په وینا کله چې دی د احمدظاهر له مرګ خبریږي، سمدلاسه د هغو کور ته ورځي، د احمدظاهر جنازه د صالون منځ کې ایښې وي، ډاکترعبدالظاهر یې غلی سر ته ناست وي، دی چیغې وهي او په لوړغږ وايي احمدظاهر یې وواژه، ډاکتر عبدالظاهر نورو ته وايي چې صمد ژر له کوره وباسي، کنه بندي کیږي.
د احمدظاهر مېرمن فخریه، خور یې ظاهره، نېږدې ملګري صمد دار دار او صفی اله ثبات رسنیو سره په مرکو کې ویلي چې احمدظاهر په ټرافیکي پېښه کې نه ده وژل شوی بلکې د وخت واکمنو وژلی ده.
د صفی اله ثبات په خبره د حفیظ اله امین لور، غوټۍ امین چې مېړوښه وه، په احمدظاهر مېنه وه. هغې به هر وخت احمدظاهر د ارګ څوارلسم لمبر ماڼۍ ته ورغوښت چې ویې ویني او سندرې ېې واوري. د دې خبرې آوازه عوامو کې ګډه شوې وه او خپله امین هم خبر وو؛ همغه وو چې د امنیه قوماندان سید داود تړون په وسیله د کورنیو چارو وزارت کې د احمدظاهر د وژلو پلان جوړیږي او د هغه د ملګري محبوب اله پاچا او دوه نجونو هر یو شهناز او شکیلا په مرسته عملي کیږي.
حفیظ اله امین خپله لورغوټۍ، اسداله امین ته چې وراره ېې وو او د عبداله امین ځوی وو، ورکړې وه. د امین لور شرط ایښی وو که احمدظاهر ېې واده کې سندرې ونه وايي دا به په تخت پښه کښې نږدي. د احمدشاه راستا له خولې چې احمدظاهر د غوټۍ امین په ټینګار د سیدمحمد ګلابزوی په وسیله په کمیس پرتوګ کې له بندیخانې د حفیظ اله امین کور ته راوستل کیږي، څو د غوټۍ امین شرط پوره شي. احمدظاهر هغه مهال د خپلې دوهمې مېرمنې خالدې د وژلو په تور بندي و. غوټۍ امین د ادبیاتو پوهنځي د فلسفې د څانګې محصله وه چې پلار یې په زور، اسداله امین ته په نکاح کړې وه.
صمد دار دار په یوه مرکه کې ویلي: «احمد ظاهر د امین د کورنۍ له خوا په شهادت رسیدلی، موټر ټکر نه دی کړی، اسداله امین ېې لار نیولې وه، اول ېې ښه په سوکانو او لغتو وهلی، بیا ېې تومانچې باندې په تندي ویشتې دی.»
د یو بل روایت له مخې د وخت د پولیسو او ژاندارم د عمومي قوماندان سید داوود تړون میرمن او د احمد ظاهر دوهمه ښځه خالده، د تره لوڼې وې. په احمدظاهر تور پورې وو چې د خالدې په وژلو کې لاس لري. د ځینو په وینا د تړون د خښنې قتل هغه او د هغې د میرمنې کورنۍ ته ژور عاطفي ټپ پر ځای پرېښی و، له همدې کبله تړون د غچ اخیستو په فکر کې وو، خو د حفیظ اله امین لورغوټۍ امین چې د احمد ظاهر ملاتړې وه، د هغه د پلان د عملي کیدو مخه نېولې وه. تړون له ډیرو هڅو وروسته بریالی کیږي چې اسداله امین راضي کړي او د یوه پلان په ترڅ کې احمد ظاهر ووژني. د خالدې له مرګ وړاندې د تړون او احمدظاهر ترمنځ اړیکې ښې یادې شوي دي. محبوب اله مشهور په پاچا د احمدظاهر ملګری او رشته دار چې د مرګ پرمهال ورسره وو بهار ټلویزیون سره مرکه کې ویلي:
« یوه ورځ احمدظاهر نکل کاوه چې د نینواز په کور کې مجلس وو، تړون هم راغلی وو، هغه د مجلس پای کې ویلي وو چې احمدظاهر به دی ورسوي، ځکه د شپې ګرځبندیز وو، بنز موټر یې وو، تړون وړاندې او دی وروسته سیټ کې ناست وو، هغه ېې کور ته رسولی وو.»
بله موضوع چې ترافیکي پېښه کې د احمدظاهر مرګ شکمنوي هغه د «خلق» او «پرچم» ډلو ترمنځ اختلافات یادیږي چې ګویا پرچم ډلې د خان قره باغي په وژلو له خلقیانو د احمدظاهر د مرګ غچ اخیستی دی. د یوه روایت له مخې خان قره باغی د احمدظاهر له مرګ پوره یو کال وروسته، ټیک د جوزا په ۲۴ نیټه هغه ورځ چې احمدظاهر پکې وژل شوی و، وژل کیږي. روایت داسې دی:
« د ۱۳۵۹ لمریز کال د جوزا په ۲۵ نیټه د خوازک زلمي د زوی، خلیل زلمي دفتر ته چې د ادبیاتو پوهنځي په حزبي کمیټه کې یې کار کاوه، ورغلم. خلیل بې مقدمې وویل:
-احمدظاهر یې وواژه، خو خان قره باغی هم ووژل شو!
د خلیل د خبرو مانا دا وه چې احمدظاهر ګویا زمونږ پرچمی ملګری و؛ خلقیانو وواژه، او مونږ هم خان قره باغی چې خلقی او دتره کي له کورنۍ سره تړلی وو، وواژه.
خان قره باغي ټکسي موټر چلاوه چې د ۱۳۵۹ کال د جوزا په ۲۴ نیټه د کابل د هوايي ډګر د لارې په اوږدو کې د بي بي مهرو په قلعه وکیل کې، دننه خپل ټکسي کې چا وژلی وو.»(ګفتمان ویب سایټ«مرګ من روزی فرا خواهد رسید»، م- ویانس/ عقرب ۱۳۸۶ ش)
ما بیا له یویې معتبرې سرچیڼې اوریدلي چې خان قره باغی د چهاردهي په للندرکې د خپل ټکسي دننه، ناپیژاندو وسله والو وژلی وو.
خو احمدظاهر په ریښتیا څنګه د ژوندیو له کتاره ووت؟! محبوب اله مشهور په پاچا چې د احمدظاهر نېږدې ملګری او د هغه د ورور آصف ظاهر اوښی وو، د پېښې پرمهال احمدظاهر سره یوځای وو. هغه د جوزا د ۲۴ نیټې نکل له پېل تر پایه داسې کوي:
« له پېښې یو ورځ وړاندې (سه شنبه) د احمدظاهر دوی کور ته ورغلی وم، د بهارستان سینما مدیر راته ویلي وو چې دوي ته روسي فلمونه ورکول کیږي او دومره څوک نه ورځي؛ سینما کې ېې د احمدظاهر د یوه کنسرت د جوړیدو په اړه ماسره خبرې کړې وې، ما هم احمدظاهر ته د سینما د مدیر غوښتنه یاده کړه. هغه سره مو د شپې ډوډۍ وخوړه، زما ورور او دوه وړې خویندې هلته وې، چې له کوره وتو ماته ېې خپل موټر راکړ او وېې ویل:
-پاچا سبا راشه چې د سینما له مدیر سره د کنسرت قرارداد لاسلیک کړو.
د احمدظاهر موټر کې کور ته راغلو، سبا وختي (چهارشنبه) دفتر ته لاړم (بهرنیو چارو وزارت)، حاضري مې امضا کړه، اته نیمې بجې شاوخوا به وې له دفتر ووتم چې احمدظاهر ته ورشم، هغه وخت ېې کور قوای مرکز کې وو، چې ورسیدم کاته مې کتابچه ېې تخرګ لاندې نیولې او د سړک له غاړې ما ته انتظار دی. موټر کې کښېناست ما ویل چې د قرارداد لاسلیکیدو ته به ځو، خو هغه وویل مخ په خیرخانې حرکت وکړه! باغ زنانه سره د سړک له غاړې ېې په ما موټر ودراوه او دوه نجونې راوختې. احمدظاهر یوه ورځ وړاندې هم له دوي سره وو، زه نه وم خبر چې نن بیا وعده دار دي، له دغو دوه نجونو څخه مې یوه پیژنده، هغه د احمدظاهر د خور بلقیس خورلڼه وه، نوم ېې شهناز وو او بله ېې شکیلا نومیده، دا نجونې یې له ډیر پخوا پیژندې.
قرغې ته لاړو، کافي نه ېې ماته یو قوطۍ چکسلواکیايي بیر او ځان ته برنډي واخیستل، لږ مو وڅښل، کشتۍ ېې کرایه کړه، بند کې مو یو دوه دورې ووهلې بیرته موټر ته راغلو او له قرغې مو حرکت وکړ، آریوب سینما ته نیږدې وو چې نجونو احمدظاهر ته وویل:
-ځئ ځو سالنګ ته!
ما ورته وویل چې دفتر کې مې حاضري امضا کړې، نه کیږي! احمدظاهر راته وویل چې هیڅوک څه نه شي ویلی، زه یم! نجونو هم ټینګار وکړ چې هله پاچا جانه ځو!
د آریوب سینما سره یو سړک ده چې چاریکارو ته وتی ده، پرې وخوځیدو، چاریکارو کې احمدظاهر له موټر ښکته شو چې کباب راوړي، زه او دوه نجونې موټر کې وو، یویې یې ماته یو پیک برنډی راکړ، ما هم وڅښل، احمدظاهر راغی کباب یې اخیستی وو، له پروانه سالنګ ته راغلو.
د ماسپښین دوه یا درې بجې به وې، زه د موټر به جلو ناست وم ، لږ نشه وم، له لرې مې کاته چې یو لوی موټر له مخې را روان دی، یو وړوکی پُلچک غوندې ځای وو، موټر رانه بې تولې شو او له یوېې ډبرې سره مې ټګر وکړ، ما همدومره واوریدل چې احمد ظاهر جان وویل:
-پاچا چی میکنی؟
زه بې هوښه شوی وم، پزه، غاښونه او پوښتۍ مې ماتې وې، په جلو زه ناست وم، زما شاتني سیټ کې احمدظاهر ناست وو، ښي لاس ته یې میرمن شهناز وه، مخکېني سیټ کې شکیلا جانه وه، زه هېڅ نه یم پوه شوی، مازدیګر مهال وو چې سترګې مې پرانیستې، د چاریکار روغتون ته یې راوستی وم. د احمد ظاهر پلار ډاکترصاحب ظاهر او ورور یې آصف ظاهر هم راغلي وو، نجونې مې دهلیز کې ولېدې چې ښکته پورته ګرځېدې، د یویې نجلې سترګه باندې پنبه او بنداژه ښکاریده، پېښه کې ما او احمدظاهر ډیر ټپونه خوړلي وو، زه یې علي آباد ته راوستم.
یوه اونۍ روغتون کې وم، چې بیا کور ته راغلم له ټلویزیون نه مې د احمدظاهر د مرګ خبر واورید، ډیر مې وژل. بیا چې زه امریکا ته راتلم د احمدظاهر کور ته د خدای پاماني لپاره لاړم، ښځه او وړه لور یې کور کې وو، غمرازي مې وکړه او بیا ترې ووتم.»( بهار ټلویزیون، محبوب الله پادشاه سره د احمدشاه راستا مرکه)
احمدظاهر او محبوب اله سره، د شهناز او شکیلا په نامه دوه نجونې چې د خان محمد پرزه پلورنکي لوڼې وې د جوزا د ۲۴ نیټې د پېښې پرمهال موټر کې سپرې وې. ویل کیږي خان محمد چې اصل کې د پنجشیر وو بندي شوی وو، د وخت استخباراتو یې له لوڼو د احمدظاهر د وژلو په پلان کې د مرستې غوښتنه کړې وه؛ دوی سره یې ژمنه کړې وه چې په بدل کې به یې پلار له بنده آزاد کړي. ځینې دا هم وايي چې د پاسپورت د ورکړې ژمنه هم ورسره شوې وه. شهناز د احمدظاهر د خور بلقیس، خورلڼه وه. د شهناز له خولې د پېښې د ورځې په اړه دا روایت موجود ده:
«حمام سره د موټرو تمځای کې بس ته ولاړ وو چې دوی راغلل. موټر یې مونږ ته ودراوه او وېې پوښتلو چې چېرې ځو؟ مونږ ځواب ورکړ بس ته انتظار یو، غواړو د خیرخانې حصه اول ته لاړې شو. ویې ویل راځۍ سپرې شۍ، مونږ هم همغې خوا ته روان یو تاسې به هم ورسوو. د یو بل په مشوره د هغوی موټر ته وروختو. ده کېپک ته چې ورسیدو موټر یې د خیرخانې د کوتل په لور سیخ کړ.
-ومې پوښتل چېرې ځۍ؟ مونږ خو حصه اول ته ځو!
ویې وېل موټر تېل نه لري، د کوتل لاندې د تېلو ټانک کې تېل اچوو. د تېلو له ټانکه چې تېر شو بیا مې وپوښل چېرې ځۍ؟ احمدظاهر ځواب راکړ چې د کوتل شاته سرای خواجه کې مې یو هندو پوروړی ده، ترهغه ځایه ورځو، پېسې مې ژر ترې اخلم بېرته راګرځو او تاسو به تر خپل کوره ورسوو. ما وویل سمه ده، خو لطفآ لږ ژر، ځکه کور کې مونږ ته انتظار دي.
له سرای خواجه چې تېر شو، ومې پوښتل دا کوم ځای وو؟ ځواب یې راکړ یا به د میربچه کوت یا هم د سرای خواجه اړونده سیمې وي. ژر مې وویل، تاسو خو ویلي وو چې تر سرای خواجه ځو خو اوس له هغه ځایه هم تېر شوی، نه پوهیږم چېرې ځۍ؟!
ځواب یې راکړ چې تر چاریکار یا د ګلبهار تر باغه ځو؛ د توتو وخت ده، لږ توت خورو او که شو د پنجشیر دریاب کې لامبو او ژر بېرته راګرځو، اندېښنه مه کوۍ، پوره وخت لرو. مونږ هم نور څه ونه ویل، ځکه پوهېدو چې هغوي د خپل زړه کار کوي. یو وخت مو پام شو چې له حبل السراجه تېر شوي یو او دسالنګ د کوتل په لور روان یو. مونږ ورته وویل پتېلې مو وه چې د ګلبهار تر باغه ځۍ، تاسو چېرې ځۍ؟ ویې ویل سالنګ ترې ښه ده؛ سالنګ ته لاړو. د میلې له پای وروسته، د ستنیدو پرمهال چې ښه نشه ول، موټر یې له کنتروله ووت او د سړک د غاړې له دیوال سره یې تګر وکړ، احمدظاهر کلک ټپ وخوړ چې بلاخره د ډیرې خونرېزۍ له کبله وفات شو.»( م- ویانس/ عقرب ۱۳۸۶ ش)
«اسماعیل محشور» چې یو وخت د پغمان ولسوال وو او د احمد ظاهر د دوهمې میرمنې خالدې د قتل د دوسېې په څیړلو کې ېې مسوولیت درلود، د احمدظاهر د مړينې پرمهال د خبریالۍ دنده درلوده، نوموړی د خپلې اړوندې ادارې لخوا سالنګ ته استول شوی وو ترڅو د احمدظاهر د موټر د ټکر د پېښې په اړه رپوټ جوړ کړي، محشور د خپلو سترګو لیدلی حال داسې کښلی ده:
« کله چې د پروان روغتون ته ورسېدو، د احمدظاهر د خونړۍ او ځيګرسوزه پېښې شاهد وم، هغه په وینو کې ډوب وو. زمونږ بدچانسه هنرمند ټکر کړی وو. ما خپله له نیږدې وکاته چې د کیڼې سترګې او غوږ ترمنځ (چپ رڼوکی) ېې ژور سوری جوړ شوی وو، چې لا هم ترې د کوچنۍ چينې په څېر وینې بهیدې. کله مې چې ډاکتر وپوښته راته وېې ویل: د ټپ د ژوروالي او زیاتې وینې بهیدو له کبله، د ټپي د ژوندي پاتې کیدو هیلې بربادې دي. له ډاکتر مې وپوښتل چې ټپ د څه شي ده؟ ډاکتر توضیح کړه چې ټپ د ټکر دی، او کومه ناریه آله نه ده کارول شوې. پداسې حال کې چې هوا تیاره شوې وه، امنیتي موظفینو په بیړه د احمدظاهر مړژواندی جسد، او د سفر درې نور امغاړي کابل ته ولیږدول.»
د احمدظاهر ملګری صفي اله ثبات بیا وايي: « څوک چې د احمدظاهر قتل ترافیکې پېښه بولي، غواړي خلک لار ورکي کړي. احمدظاهر زمونږ د ګډ ملګري محبوب اله په وسیله چې په پاچا مشهور ده او د احمدظاهر د ورور آصف ظاهر اوښی ده، په شهادت رسیدلی. نخچه له وړاندې اېستل شوې وه؛ احمدظاهر له کوره باسي، بیا په لاره کې دوه نجونې هم ورسره جوړه شي قرغه ته ېې بیايي له هغه ځایه سالنګ ته او بیا هلته وژل کیږي.
ویل کیده چې د احمدظاهر موټر له پله سره ټکر کړی، مونږ چې د پېښې سیمې ته لاړو هلته اصلا کوم پُل نه وو؛ احمدظاهر ېې کومې جلګې ته بوولی او بیا ېې وژلی وو. کله مې چې د تابوت سر لرې کړ، ښکاریده چې له نیږدې ېې په تومانچې په تندي ویشتی وو، ټپ چارپېره سوځېدلی وو، واسلین ېې پرې وهلي وو، پانسمان کړی ېې وو. کوپړۍ ېې نه وه، د بنداژه پرځای ېې پومبه پکې اېښې وه او د تندي فورم ېې ور جوړ کړی وو، ما په خپلو لاسونو د هغه ښایسته کاکل ښکل کړی. پوښتۍ ېې ماتې وې.
محبوب اله په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي وو چې زه ېې د ټوپک په کُنداغ په پزه ووهلم او بېهوښه شوم، چې په هوښ شوم احمدظاهر غږ وکړ:
-هو محبوب اله – هو پاچا! بیا که مره میکُشن!
بیا مې د تومانچې یو ډز واورید. محبوب اله وروسته منکر شو، ویل یې ټرافیکي پېښه وه.»
د احمدظاهر د قتل د معما د غوړیاسې خلاصول ساده نه ده، خو ناممکن هم نه ښکاري. د دې مرموز قتل له کبله ډیر افراد او حتی د هغه مهال لوړپوړي حکومتي چارواکي تورن شوي دي، چې ښايي سپیناوی یې وشي. محبوب اله مشهور په پاچا ژوندی ده، شهناز به خامخا بلقیس سره د احمدظاهر د مرګ په اړه د زړه خبر کړي وي، ډاکترعبدالظاهر چې د تومانچې او ټکر د ټپ توپیر یې په آسانۍ کولی شو حتمآ خپلو اولادونو ته په دې اړه غږیدلی، عبدالرحمن نومي چې د احمدظاهر میرمن فخریه ته یې د هغې د میړه د قتل د پلان خبر راوړی وو ژوندی په کلفرونیا کې اوسیږي. که له یادو افرادو څه نه بودیږي، نو د احمدظاهر د مرقد پرانېستل به د دې معما حل وباسي. د عدلي طب ماهرین د احمدظاهر د کوپړۍ په معاینه کولو تور او سپین معلومولی شي، پدې کار سره به شېدې له اوبو بېلې شي!
…………………………….
احمد ظاهر چې د کورنۍ غړو او ملګرو ېې «تورجان» باله د ډاکترعبدالظاهر ځوی، په ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ نیټه کابل کې زیږدلی وو. هغه د سالنګ علاقه دارۍ او جبل السراج ولسوالۍ تر منځ د لارې په اوږدو کې د ۱۳۵۸ کال د جوزا په ۲۴ نیټه ظاهرآ په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی ده.
احمدظاهر ۳۳ کاله ژوند وکړ او د ځوانۍ په اوج کې ووژل شو؛ ځواني خپله خامي او مستي لري چې احمد ظاهرهم ترې مستثنی نه شو ګڼلی. هغه په کم عمر کې د افغانستان د موسیقۍ لپاره ډیر څه ترسره کړیدي.
۴۳۰ سندرې لري، درې پرودکشنونو کې ثبت شوي دي. ۱۴ کسته یې افغان موزیک او ۵ کسته یې موزیک سنتر کې ثبت کړي. ۳ کسته یې آریانا موزیک کې ثبت شویدي، او د راډیو په آرشیف کې یې ۹۸ سندرې موجود دي. هغه یواځې دوه ویدیويي سندرې لري.
۲۰۲۲ کال د جون ۱۴
ستاکلهم- سویډن
دا خبري ټولې جعلی افساني دئ. کمونستان دومره جاهله او ظالمه خلک وو چې، له هیچا یې نه سترګه سوزیده او نه یې هم په چا رحم کاوه. تر احمد ظاهر ډیر غښتلې قومي مشرانو، او منو رینو سرونه یې وریبل او دا جنایات یې په ډیره سپین سترګي او په ښکاره تر سره کړل. نو د احمد ظاهر په څیر د یو عیاش سندرغاړي خلع صدرۍ کول هغوې ته څه ګران کار نه وو.
واقعیت د امر دا دي، چې احمد ظاهر او ورسره ملګري یې دوه پنجشیري انجوني د زنا په نیت راپورته کړي وئ او ټول د شرابو په نشه کې غرق د سالنګ په لور روان وو. دی پاملرني ځاې دا دئ چې ، په موټر کې سپاره ټول مسافر له حد څخه زیات نشه وو. احمد ظاهر له یوې انجلې سره په شاته سیټ کې په خلوت ، عیاشی او شراب څښلو لږیا وو چې، مخامخ خوا څخه را روان موټر څخه د بچ کیدو په نیت احمد ظاهر له شاه خو د موټر په اشترنګ حمله او په پایله کې احمد ظاهر ووژل سو. د دغې قضیه عینې شاهد د ترافیکو د لویو لارو افسر دا قضیه ماته بیان کړي. دا افسر لومړي کس وو چې ، د حادثه سیمې ته رسیدلي او د احمد ظاهر جسد یې هم را ایستلي وو. د احمد ظاهر سره ملګري یې هغه افسر ډیر ښه پیژنئ.
بله خبره دا چې، احمد ظاهر له یو میرمن سره واده کړي وو، او د هغې د قتل دسیسه هم احمد ظاهر طرح روزي کړي وو. د افغان په صفت له خپل ناموس سره داسې معامله دا څرګندوي چې، احمد ظاهر د عیاشي تر څنګ بې ناموسه هم وو.کېدي شي د ما خبري د هغه د غږ په مینانو ښې و نه لږیږي، خو واقعیت دا دي کوم چې، ما بیان کړ.
اوس احمد ظاهر مړ دي ، او زه به دا وایم چې، علیه من الله ما یستحقون . الله دی هغه څه ورکړي د کوم شي چې مستحق وي.
د دوو کسانو د مرګ د کلیزی د یادونی موضوع ډیره خسته کوونکی او بعضاً را ته خواګرځنه ده:
۱ – د احمد ظاهر د مرګ یا وژنی کیسه.
۲ – د فرخُندی د مرګ یا وژنی کیسه.
د فرخُندی وژنه که څه هم خواشینوونکی کیسه وه خو د مرګ د وژنی د کلیزی د یادونی شا ته ئی نوری شیطانی انګیزی پرتی دی.
همدارنګه
زه د هنر او موسیقی خلاف نه یم خو د احمد ظاهر او هغه غوندی هنرمندانو د هنری څرنګوالی په هکله درنی ملاحظی لرم.
احمد ظاهر او هغه غوندی غرب مُشربه هنرمندانو زموږ د ساده او سُنتی ټولنی د عمومی کلتور او فرهنګ له دیوال څخه ډیره فاصله درلوده.
احمد ظاهر د کابلی فرهنګ مظهر ؤ چی البته کابل په هیڅ صورت د ټول افغانستان د فرهنګ مظهر نه ؤ او نه دی.
په هره توګه،
ځینی وخت یو سیاسی مشر د یو هنرمند په پایڅه کی ګیر او غاښونه ئی مات سی.
او
ځینی وخت یو هنرمند د یو سیاسی مشر په پایڅه کی ګیر او غاښونه ئی مات سی.
احمد ظاهر دې خدای وبخښي په کابل کې به زما په ګومان هغه وخت داسي نجلۍ نه وه چې دی به ئې نه وو خوښ په دي اساس به د امین دلور غوټۍ هم خوښ وو ، ما اوریدلي وه چې غوټۍ د رفیق شیردل په نوم هلک باندې مئینه وه چې دپوهنځی ټولګیوال ئې
وودهغوي کورته به هروخت ورتله او قیمتي ډالۍ به ئې وروړلي وائې یو ځل په اختر کې د هغوي کورته ورغلي وه د رفیق ماشوم ورور ته ئې د اختر په مبارکۍ کې اویا اینچه رنګه ټلویزیون چې هغه وخت په کابل کې ډیر ګران وه وروړي وو درفیق شیردل په ګاونډ کې زموږ نیژ دی دوستان هغه وخت اوسیدل دا خبرې مې هغه وخت دهغوي دخولو څخه اوریدلي وي
د ثریا سید نظر، تبصره او د هغوی په ګاونډ کی چه کومی خبری کیدلی زه کوم غرض نه لرم. ځکه دهغه وخت او تاریخ خبری چه د محترمی یادی دی نو زما په فکر شاید محترمه زما د عمر څخه دوه چنده مشره وی.زه تل مشرانو ته احترام لرم.
آما
ما شډل بنده چه په خپل څلور دیرش کلن عمر کی د احمدظاهر د وژنی په باره کی اوریدلی دی. هغه د پاچا صاحب د تبصری سره هو بهو ورته دی.
په کابل کې ډیرې داسي باعزته انجلې موجودي وي چې،له دغه عیاش او ګمراه انسان څخه یې کرکه کوله. دا خبره به ډیره غلطه وي چې، کابل کې داسې انجلې نه وو چې دا ډم یې نه وو خوښ. دا عیاش هغو عیاشو کورنیو خوښ وو چې کړه وړه یې احمد ظاهر ته ورته وو. زه حیران دی ته یم چې، د امین لور غوټي دوه زړونه درلودل هم په دا ډم ګر فتاره وو او هم په خپل ټولګیوال سره مینه درلوده. مونږ باید داسې څه ولیکو چې یا له عقل او یا هم له منطق سره جوړه وئ. که فرض مهال امین د خپلې لور
لپاره غوښتل احمدظاهر ووژني ، فکر نکوم چې هغه داسې ډرامو لپاره یا وخت درلودي او یا هم یې اړتیا درلوده. د خلق دموکراتیک ګوند بڼست ایښودونکي نور محمد تره کي یې په سپینه رڼا ورځ له
تیغه تیر کړ اوداسې نور ډیر با رسوخه خلک یې په شهادت ورسول
چې، د احمد ظاهر په څیر خلک یې په ګرد کې هم نه وو. بنآ دا د سرچوک افسانه اوس زړه سوي او بازار نلري. شرابو په نشه کې له فاحشو او بې حیا خزو سره د خلوت په حالت کې ولاړ مړ سو.
د افغانستان اکثریت خلک با غیرته خلک دي ، او دا عفیفي او با حیا خویندو ته له دغه فاحش انسان سره د رغبت نسبت ورکول د افغانانو له عزت ته دی سپکاوي معنی لرئ. دا سړۍ اوس مړ دي ، نور نه غواړم په هکله یې څه اووایم.
احمد ظاهر ع
احمد ظاهر اوس په یوه ستوري او هنري ارزښت بدل شوی
ښه ده چې دی د یوه ارزښت په توګه د موسیقي په دنیا کې ژوندی پاتې شي
که خبره د عیاشي او له ښځو سره د اړیکو وي نو داخو واضح ده چې څو یوه ښځه ونه غواړي نارینه چیرته دومره غټ جرات کولی شي
خو ښه خبره همدا ده چې نور ددغه لوی سندرغاړي په هکله مننفي تبصرې بندي شي او یا هم چاته اجازه ورنه کړل شي چې د میډیا و له لارې یې د شخصیت سپکاوی وکړي
او ښه ده چی دا کیسه هم هیره شي چی دی چا وواژه او څنګه یی وواژه او ولې یې وواژه
دا تیرې خبرې دي او په دې سر خوږول هم کومه ګټه نه کوي
یو متل دی که یو ګل هرڅومره ښایسته هم وي خو بیایې هم په ریښو کې یو جنجی پیدا کولی شئ
نو احمدظاهر له سندرو خوند واخلئ او نور هم تشویق کړئ چی په هنر کې دده لاره تعقیب کړي
یو ګل که هرڅومره ښایسته هم وي خو بیایی هم په ریښو کې یو جنجی پیدا کولی شی
احمد ظاهر که هر څوک دي ، خپلو مینوالو ته به وي. له دوه نا محرمو ښځو سره د نشه په حالت کې هلاکت په هیڅ ډول د دفاع وړ ندئ.تاسو ورته دی لوې شخصیت خطاب کړي! لوې الله ج دي، نوره لویان نسته. په زنا کې مبتلا کیدل کبایرو له جمله څخه دي. خو عجیبه دا چې، د افغانانو د نارینه سالاري ټولنه کې ملامته ښځه سي او دا زمونږ منطق دئ. دی ښځو له مجبوریت او ناچاري څخه نارینه ګټه پورته کړي او په پاې کې ښځه ملامته سئ له عقل سره نه جوړیږي. دا پخواني د جهالت خبري وي او اوس په بازار کې د بوسو په تول خرڅیږي. د احمد ظاهر لارې ته دی خلکو تشویق د هغو خلکو کار دي چې، کړه وړه یې احمد ظاهر او امثالهم ته ورته وئ. دا د دروند سړي مسلک سره په ټکر کې دئ.
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ إِنَّنِي بَرَاءٌ مِمَّا تَعْبُدُونَ ﴿۲۶﴾